Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه دوه کلنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

 د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او  امریکا متحده ایالتو  ترمنځ هوکړې  لاسلیک دوه کاله پوره شول، داغ هغه هوکړه ده، چې پربنسټ یې، امریکایي او بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان ووتل.

هوکړه کې مهم ټکي د بهرینو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو پرضد نه کارول، د پراخ بنسته حکومت جوړول،د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پلاوي سره بین الافغاني خبرو پیل و.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، دغه هوکړه لا بشپړه نه ده عملي شوې، ځينې موارد یې نقض شوي او د سیاسي موخو لپاره ځنډني وضیعت کې ده.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د دوحې تړون د  طالبانو او امریکا ترمنځ تر ډېره برېده د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره یوه حل لاره وه. هغه برخه په کې عملي شوه. د طالبانو او افغانانو ترمنځ د یوه ګډ حکمت

رامنځته کولو خبره وله. محمد اشرف غني تېښته وکړه او طالبانو ته زمینه برابره شوه.»     

د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شوې.

اسلامي امارت او د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومتي پلاوي شااوخوا یوولس میاشتې د دوحې په میز وقفه‌يي خبرې وکړې،خو دغه مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېدل.

اسلامي امارت په ۸ ورځو کې د ولایتونو په نیولو پيل وکړ،چې د اګسټ په ۱۵ مه کابل ته راننوتل او جمهوریت نسکور شو. 

اوس چې اسلامي امارت نړیوال مشروعیت نه لري او افغانستان د بهرنیو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او یو لامل یې د دوحې هوکړې نقض یادېږي.

شنونکی عرب شاه چمتو وايي:« یو لړ هغه  نېمګړتیاوې،چې طالبان یې په خپل حکومت کې لري، د ښځو حقونو  او نورو په اړه. دغه راز یو شمېر نور مسایل ول،چې نړیوالې ټولنې ته د منلو  وړ نه دي. نو له همدې امله

امریکا زړه نه ښه کوي،چې دوی ( طالبان) پر رسمیت وپېژني.» 

اسلامي امارت افغانستان کې د سیاسي ثبات بریا هم د دوحې هوکړې په عملي کېدو کې ویني.

امریکایان او اسلامي امارت پلاوي اوس هم کله ناکله په دوحه کې خبرو ته کېني.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه افغانستان کې د ترهګرۍ له امله اندېښې لري او پر اسلامي امارت یې فشار زیات کړی،چې پراخ بنسته حکومت رامنخته کړي.

دا هغه فشارونه دي،چې اسلامي‌امارت یې د دوحې تړون څخه سرغړونه بولي او ټينګار لري،چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist