Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: ټي.ټي.پي په افغانستان کې ځالې لري

د اسحاق دار ادعا؛ بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونو طراحان د عمران خان په غوښتنه له زندانه خوشې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

که څه هم پر بلوچستان سربېره د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د وسله ‌والو بریدونو زیاتېدل او هلته روانه نا امني څه نوې خبره نه ده؛ خو د دې بریدونو تر شا لاس لروونکو کسانو په تړاو د پاکستان د لوړپوړو چارواکو بېلابېلې څرګندونې او په کې د افغان لوري ښکېلول هغه څه دي چې پاکستاني چارواکي له ځنډ پرته پرې ټینګارکوي.

د همدې ادعاوو په دوام، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق دار چې په ورته وخت کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزير هم دی، په بریټانیا کې د یوه کنفرانس پر مهال ادعا کړې چې په بلوچستان کې د وسله ‌والو بریدونو ترشا هغه کسان لاس لري چې په وینا یې درې کاله وړاندې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه او کابل ته د آی.اېس.آی د پخواني مشر فیض حمید په ورتګ سره له بند خوشې شول.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د اسحاق دار له قوله دغه څه د عمران خان او فیض حمید لویه تېروتنه بللې او په وینا یې، پاکستان یې اوسمهال بیه پرې کوي.

اسحاق دار زیاته کړې: « هغه کسان چې هغه مهال آزاد شوي وو، دا مهال په بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو طراحان دي. … پاکستان په افغانستان کې د فیض حمید د یوې پیالې چای بیه پرې کوي.»

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر د دغو بندیانو د هویت، کره شمېر او دا چې په کوم جرم، کله او چیرته د چا له خوا نیول شوي وو، وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان سرپرست حکومت هم تر اوسه د دې پاکستاني چارواکي د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې په پاکستان کې روانه نا امني په افغانستان کې طرحه کېږي او د دې هېواد چارواکي یې ننګولي چې په بې اساسه تورونو غواړي له خپل مسوولیت ځان خلاص کړي.

بله خوا، سرپرست حکومت د افغانستان په زندانونو کې د ترهګریزو کړنو په جرم د لسګونه پاکستاني وګړو موجودیت تاییدوي خو په ښکاره یې تراوسه کوم څوک پاکستان ته نه دي سپارلي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د اسحاق ‌دار څرګندونو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « دا چې د فیض حمید یا عمران په غوښتنه یو شمېر هغه پاکستاني اتباع له زندانونو خوشې شوي چې له طالبانو سره بندیان وو، دوی غوښتل دغه کسان له ځان سره یوسي ترڅو نورې پروژې او پروګرامونه پرې پلي کړي. دا کسان اوس له دوی سره دي او آی.اېس. آی غواړي په افغانستان کې ترې بیا ځل ګټه واخلي او نوې پروژې عملي کړي.»

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال پر عمران‌ خان داسې مهال نیوکه کړې او د وسله والو خوشې کول یې د هغه ستره تېروتنه بللې چې خان له څه باندې یو کال راهیسې د دولتي محرمو اسنادو د افشاء کولو او مالي فساد په تور بندي دی. د سیاسي چارو کارپوهان د اسحاق ‌دار دغه څرګندونې د خواشینۍ وړ ګڼي او په باور یې، ورته دریځ د پاکستاني حکومت په ناکامۍ او ضعف دلالت کوي.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: «په پاکستان کې د پښتو او بلوڅو پر وړاندې ملي ستم روان دی. دغه ستم خلک مجبور کړي چې د پاکستان پر ضد وسله پورته کړي. د اسحاق دار، منیر او نورو جنرالانو او چارواکو خبرې د دې لپاره دي چې د پاکستان د پوځ له ناکامۍ څخه د خلکو پام بلې خواته واړوي، خو دا کار به دوی ته هېڅ ګټه ونه کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دا ډول څرګندونې کوي بلکې له دې وړاندې یې ملکي او پوځي لوړپوړو چارواکو هم تر هر وسله ‌والو بریدونو یا امنیتي پېښې وروسته د ملامتۍ ګوته افغانستان ته نیولې.

سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د بې شمېره پاکستاني اتباعو د نیولو او د نښتو پرمهال د شاوخوا ۲۰ تنو د وژل کېدو خبره کوي او زیاتوي چې دا مهال د افغانستان په زندانونو کې د داعش د خراسان ډلې د غړیو په ګډون له ۴۰ ډېر پاکستاني وګړي د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا نیول شوي او بندي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist