Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازموینو ملي اداره: تېر کال له څه باندې ۱۷۰ زرو کسانو ازموینې اخیستل شوې

د ازموینو ملي اداره: تېر کال له څه باندې ۱۷۰ زرو کسانو ازموینې اخیستل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په دوام، پرون د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۱۰ مه) د ازموینو ملي ادارې د خپل تېر کال فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د ازموینو ملي ادارې چارواکي وايي، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه یې په پوره روڼتیا اخیستې اوله لارې یې په لومړي ظرفیت کې ۴۵ زره ۳۴ تنه ګډونوال تحصیلي بنسټونو ته بریالي شوي او دغه راز په دویم ظرفیت کې له ۳۶ زرو ډېرو کسانو د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونو ته لاره پیدا کړې .

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني وايي: « د ۱۴۰۳ کال ازموینه واخیستل شوه؛ په لومړي ظرفیت کې ۴۵ زره ۳۴ تنه نوي ځوانان تحصیلي بنسټونو ته ور وپېژندل شول. په دویم ظرفیت کې ۳۶ زره ۶۰۰ خالي سېټونه بیا اعلان ته سپارل شول، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته واجد شرایط محصلانو ورته نوم لیکنه کړې او پایلې یې په شفافه بڼه اعلان شوې دي.»

د دغې ادارې د پوښتنو بانک تنظیمولو چارو ادارې رییس عرفان الله عباد وايي، په تېر یوه کال کې یې ۵۸ وړو او سترو ازموینو لپاره د ګډونوالو نوم لیکنې فورمونه تنظیم کړي او همدا راز د پوښتنونو او ځوابونو چارې هم په بشپړه روڼتیا سره تنظیم او ترتیب کړې دي .

عباد زیاتوي: « په تېر یوه کال کې د ۴۸ بېلابېلو ډله ییزو ازموینو لپاره د ۲۰۰ تنو ګډونوالو د نوم لیکنې فورمې تنظیم شوې، د پوښتنو پاڼې چاپ شوې، ځواب پاڼې، کارتونه او حاضري چمتو شوي او همدارنګه د ازموینې اخیستونکي پلاوي تنظیم او استول په ډېر شفاف ډول ترسره شوي دي.»

دغې ادارې په تېر یوه کال کې په ټولیزه توګه له ۱۷۰ زرو زیاتو کسانو څخه ازموینې اخیستې، چې نږدې نوي زره یې بېلابېلو پوهنتونونو ته معرفي کړي دي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist