Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اروپا  ښځو یوه سازمان له نړیوالې ټولنې پر ا.ا د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د اروپا  ښځو یوه سازمان له نړیوالې ټولنې پر ا.ا د فشار راوړلو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/20

که څه هم د اسلامي امارت د واک له لومړیو د نړیوالو او سرپرست حکومت ترمنځ د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر سر نندارۍ دوام لري،خو وروسته له هغې دا مخالفتونه لا زیات شول،چې د  یوناما ښځینه کارکوونکې له کار منع شوې.

د نړیوالو غبرګونو په دوام د اروپا د ښځو یوه سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې نړیوال دې د دې پریکړو له امله پر اسلامي امارت فشار راوړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې  اروپايي ټولنه او نړیواله  ټولنه دې له افغانستان سره د سوداګرۍ او دوه اړخیزه همکاریو د دوام لپاره د ښځو حقونه یو شرط وګرځوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د اروپایي ښځو لابي د سوداګریو او اروپايي ټولنې په ګډون په نړیواله ټولنه غږ کوي،ترڅو د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته تامین لپاره پر طالبانو فشار راوړي او دا د سوداګرۍ، پانګونو او دوه اړخیزه همکاریو او هوکړو یو مطلق شرط وګرځوي.»

د دې غوښتنې ترڅنګ خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې د افغان ښځو ملاتړ او د سازمانونو پیاوړتیا ته یې چمتو دي او ټنګار یې کړی دی،چې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«د اروپایي ښځو لابي په هېواد دننه او بهر د افغان ښځو د سازمانونو ترڅنګ ولاړ او د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره یې تیار دي. موږ د یوې داسې ټولنې له تصور څخه انکار کوو،چې ښځې او نجونې په کې پټې او له منځه وړل کیږي. موږ به د جنسیتي تبعیض پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.»

په ورته وخت کې د یاد سازمان مشرې ریکا سفراني ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت هېچا ته د منلو وړ نه  دی او د دې ننداره نه شي کولی،چې ښځې دې د خپل ژوند له حقونو محرومي شي.

سفراني د افغان ښځو د حقونو غوښتنه او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د مسوولیت ادا کولو پر سر ټنګار کړی.

هغې زیاته کړې:« افغانستان کې اوسنی وضعیت د اوس او راتلونکې لپاره د تحمل وړ نه دی. موږ نشو کولی،یوازې د دې ننداره وکړو،چې ښځې او نجونې په تدریجي ډول له ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ژوند اېستل کیږي. دا د منلو وړ نه ده. موږ افغانستان کې د خپلو خوندو ترڅنګ ولاړ یو او پر نړیواله ټولنه غږ کوو، ترڅو د خپل مسوولیت په ادا کولو سره د ژوند په چارو کې د دوی ګډون تضمین کړي.»

که څه هم اسلامي امارت دې اروپايي ښځو لابي سازمان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له وړاندې یې ویلي،چې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز پریکړه د افغانستان کورنۍ مسله ده او نړیوال دې دې موضوعاتو کې لاسوهنه نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist