Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت پوهنې ورازت له لورې په خپره شوې، خبرپاڼه کې ویل شوي، سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر له ایوان ریډلي په مشرۍ د اروپا د مسلمانانو ټولنې له پلاوي او د انګلستان د الخیر بنسټ له مشر امام قاسم رشید سره کتلي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،چې په دې لېدنه کې د هېواد په ښوونیز بهیر خبرې شوي او د اروپا د مسلمانانو ټولنې ډاډ ورکړی،چې دوی له افغانستان سره په تېره بیا د پوهنې په برخه کې مرستو ته تیار دي.
د پوهنې سرپرست وزیر له افغانستان سره د نړیوالو له مرستو د مننې ترڅنګ،هېله ښودلې چې دغه مرستې به د افغانستان پر ښوونیز بهیر مثبت اغېز وکړي.