Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اروپايي پارلمان ناسته: له اسلامي امارت سره تعامل دې د افغان ښځو حقونو ته پر درناوي مشروط شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/03

د اروپايي پارلمان ناسته د افغان ښځو په اړه د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې  پر ۱۳ مه »  هم روانه وه. 

ناسته کې د اروپایي پارلمان مشرې روبیرتا میتسولا له ښځو سره د جنسیتي تبعیض غندنه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې له اسلامي امارت سره دې هر ډول تعامل د ښځو حقونو ته په درناوي مشروط شي.

میتسولا زیاته کړه:« موږ له افغان ښځو سره د جنسیتي توپیر غندنه کوو. نړۍ باید د افغان ښځو اړتیاوو ته لومړېتوب ورکړي او طالبانو سره هر ډول تعامل د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره یو شرط وګڼي.» 

دې  ناسته کې ته د بشری حقونو پخوانۍ مشرې سیما سمر، د افغان میرمنو وروستیو لاریونونو ته په اشاري ویلي، چې افغان میرمنې ښه وضعیت کې نه دي،خو لا هم د خپلو حقونو او بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

سمر زیاتوي:« د ناسم مشرتابه له امله باید اړمن خلک شکنجه نه شي. که اوسنۍ ستونزې حل نه شي، ناورین به لا پراخ شي. افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري،دا باید له هغه سره مشروط نه وي، چې اوسني واکمن یې کوي.» 

د اروپایي پارلمان ناستې  ته د میدان وردګ پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري هم وینا کړې ده.

غفاري زیاته کړه:« که نړیواله ټولنه له طالبانو د بشري او ښځو حقونو ته درناوي برخه کې ژمنه وانخلي، افغان ښځې به له منځه لاړې شي.» 

اروپایي پارلمان کې که څه هم نیوکه شوې، چې اسلامي امارت د ښځو حقونه نه ورکوي، خو اسلامي امارت بیا په ټینګار ویلي، چې د ښځو حقونو ته ژمن دي او د اسلامي شریعت له مخې کولی شي زده کړه او کار وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist