Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې چارواکو د قزاقستان په الماتي ښار کې د افغانستان د وضعیت او  د سیمې پر امنیت او د هغه د اغېزو او د نړیوالو همکاریو  پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا غونډه د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شویو استازو اتمه ناسته وه.

په غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د روانو تحولاتو، د سیمې پر ثبات د هغو د اغېزو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکاریو د راتلونکو فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د خبرو اترو پر مهال د څو اړخېزې ډېپلوماسۍ، بین السیمه‌ییزې همکارۍ او خبرو اترو لپاره د نړیوال مرکز په توګه د الماتي مخ پر زیاتېدونکي رول ته هم اشاره وشوه. همدارنګه د امنیت، دوامداره پرمختګ او بشري همکاریو د مهمو مسایلو د حل لپاره د ګډو او همغږو لارو چارو د رامنځته کولو په برخه کې هم د الماتي پر اهمیت ټینګار وشو.»

د خبرو اترو یو مهم محور د افغانستان له لارې د ټرانزیټي او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا وه. چارواکو ویلي چې د دغو لارو پراختیا کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپا سره اقتصادي نښلونې لا زیاتې کړي.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا هېواد د سیمه‌ییزو ننګونو د حل لپاره پر سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور د پیاوړتیا ملاتړ دی.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي: « په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ د همغږۍ په برخه کې هم د ملګرو ملتونو رول ته ځانګړې پاملرنه وشوه. ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې په الماتي کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ لپاره د یوه سیمه‌ییز مرکز جوړېدل خورا مهم دي.»

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار شوی. ګډونوالو په الماتي ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخو د سیمه‌ییز مرکز فعالیتونه هم مهم بللي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو د دوام او له افغانانو سره د بشري او تعلیمي مرستو په برخه کې د قزاقستان د رول ستاینه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د اروپايي ټولنې هېوادونو او ورسره د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اوس افغانستان سره د ګډ کار ترسره کولو په تړاو دل چسپي پیدا شوې. سیاستونه سره نږدې شوي، پر اقتصاد محوره پالیسیو کار کوي او په همدې تړاو کابل د مرکزي اسیا هېوادونو د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکزونو د یوې ناستې کوربه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « ګورئ دا هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې وساتي، ځکه چې دوی ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې شوی، دوی د افغانستان ستونزې درک کړې او په دې پوه شوي چې څه روان دي. اوس اړتیا ده چې هم په سیاسي او هم په اقتصادي برخه کې کار وشي. د افغانستان لپاره مهمه د دولت د رسمیت موضوع ده او باید په رسمیت یې وپېژني.»

د ناستې په پای کې استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره به د منځنۍ اسیا هېوادونو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ همکارۍ دوام ومومي.

په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist