د اروزګان ګېزاب ولسوالۍ کې تر ۶۰ زیات سرتېري محاصره دي.
د دغې ولسوالۍ وداني، بازار، امنیه قومانداني او د ملي امنیت مدیریت تر څو ورځنۍ جګړې وروسته سقوط شوي.
د اروزګان د ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادم زي شمشاد ته وویل، یاده ولسوالۍ کې تر ۶۰ زیات سرتېري په یوه کور کې له تیرو شپږو ورځو راهیسې محاصره دي، خواړه، اوبه او وسلې یې خلاص شوي او که نن شپه مرسته ور ونه رسېږي یاد سرتېري به ژوندي ونیول شي او ګیزاب ولسوالۍ به په بشپړ ډول سقوط شي.
هغه د چارواکو هغه راپورونه هم رد کړل، چې یادې ولسوالۍ ته یې تازه دمي مرستندویه ځواکونه لیږلي.
تر دې وړاندې د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد ویلي وو چې ګېزاب کې یې طالبان مات کړي او وضعیت عادي دی.











