Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د عالي دارالمعلمین د توکو چور کېدو پراخ غبرګونونه پارولي

admin by admin
2020/11/26

د اروزګان دهراوود ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د عالي دارالمعلمین د ودانۍ او توکو چور کېدل د دغه ولایت د نورو اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي، د اروزګان  دهراود ولسوالۍ  کې د عالي دارالمعلمین درسي توکي، مېزونه، چوکۍ او آن دودانۍ دروازې او کړکۍ هم د عامو خلکو له لورې وړل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو د دغې ویډیو تر خپرېدو وروسته د دغه ولایت مدني فعالینو او قومي  مشرانو دغه کړنه جرم ګڼلی او د عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه یې کړې.
په همدې حال کې د اروزګان ولایتي شورا پخوانی رییس امان الله هوتکي پر حکومت نيوکه کوي، چې له عامه تاسیساتو څخه ساتنه نه شي  کولای.

هغه د جګړې پر دواړو لوریو غږ کوي، چې په جګړه کې دې د عامه تاسیساتو د تخریب او غلا مخه ونیسي.

د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې  چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې جګړې روانې دي، ډېرې سيمې يې د طالبانو له لورې نيول شوي.

ځينې راپورونه وايي، دغه ولسوالي له تېرو دوو اونیو راهیسې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist