Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اروزګان مرکز کې د درېیو کلیو اوسېدونکي پر سیند د پل نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي

د اروزګان مرکز کې د درېیو کلیو اوسېدونکي پر سیند د پل نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/06

د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ لویدیځ ته په ۳۰ کیلومټرۍ کې  د اب بردې په نوم سیمه چې زرګونه کورنۍ په کې اوسېږي، پر سند د پل نشتوالي له امله ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سیمې اوسېدونکي مرکز ته د راتلو لپاره د تګ راتګ پر مهال د سیند د اوبو ډېرښت له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کښتۍ چلوونکي وايي، شپه او ورځ ورته د سیمی اوسېدونکي د ترینکوټ سیند څخه د اوښتو لپاره ورځي.

کښتۍ چلوونکی شېر محمد  وايي:« سهار د جومات پر وخت زنګ راته وهل کېږي، چې استاده! موږ ناروغ لرو، ته پله ته راشه او دا ناروغ راسره یوسه. دا درې څلور ورځې کېږي، چې ماته خلک نیمه شپه زنګونه وهي او وايي ناروغان لري. لاره نشته ده، لاره مو اوږده ده، خرابه ده ، څلور یا پنځه ساعته وخت نېسي. نو خلک په دغه لاره ځي، که نارینه دي او که ښځېنه دي. دلته یې زه پورې کوم.  ناروغان ډېر زیات دي. »

کښتۍ چلوونکی علي جان وايي:«  شاوخوا ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ کسان له سیند پورې کېږي. خلک ډېر په ستونزو کې دي. ژوندی یې ډېر ګواښوونکی دی.»

د سیمي اوسېدونکي د پل نشتوالي له امله زیاتو ستونزو سره مخ دي او  موسیساتو او دولته غواړي تر څو پر یاد سیند ورته پل جوړ کړي.

د سیمې  اوسېدونکي نعمت الله وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې دلته راته یو پل جوړ کېږي. موږ ډېر له ستونزو سره مخ یو. ښځېنه مو ناروغې وي، موږ یې نشو پورې کولی. »

بل خوا ځایي چارواکي هم د یادې سیمي د اوسېدونکو ستونزوي مني او وایي، ژر به  یادې ستونزې له نړیوالو موسیساتو او له مرکزي حکومته سره شریکي کړي.

د اروزګان ولایت اطلاعاتو او کلتور ممشر آغا ولي قریشي وايي:« انشاء الله دې ستونزې ته موږ جدي توجه وکړو او اړوند نړیوالو موسسو سره به دا موضوع شریکه کړو،  د موسسو په همکارۍ او یا هم د اسلامي امارت په خپله داخلي بودیجه باندې به دغې ستونزې ته رسېدنه وشي او دا ستونزه به حل شي.»  

اروزګان کې نه یوازې د اب بردې سیمي اوسيدونکي د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو له زیات والي شکایت لري بلکی ترینکوټ او ولسوالیو کی یي د تګ راتګ لویې او وړيې لاری ویجاړې کړي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist