Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له یوې کوریايي کمپنۍ سره د نویو پېژندپاڼو چاپولو قرارداد کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/01

د احصایې او معلوماتو ملي ادره وايي،د درې میليونه نويو برښنايي پیژند پاڼو د چاپ قراداد يې د جي.ټي.آر په نوم کوريايي کمپنۍ سره کړی او راتلوونکې اوونۍ به يې ۵۰۰ زره برښنايي پېژند پاڼې هېواد ته راورسيږي.

په نويو پیژند پاڼو کې د کورينو چارو وزارت پرځای د احصایې او مالوماتو ملي ادارې نوم ليکل شوی دی. 

 د یادې ادارې سرپرست ډاکټر فقیر محمد زیار وايي، په نويو پیژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او تمديد نيټه اضافه شوې.

زيار زیاته کړې:« پېژندپاڼې په تمامه مانا ختمې شوې نه دي،کار پر ټپه نه دی ولاړ، کار روان دی. د دې  لپاره،چې دا يوه دومدار پروسه ده او ډېرو پېژندپاڼو ته موږ هر وخت ضرورت لرو، بار بار به اډر ورکوو، نو اوس وخت کې تقريباً  درې میليونه پېژندپاڼې اډر ورکړی دی او هغه به ان شاء الله ټولې راورسيږي.» 

زیار وايي، په تير کال کې یې د مرکز په شمول د هېواد په ټولو ولايتونو کې ۶۸ د برښنايي پیژند پانو د ويش مرکزونه فعال ساتلي او دوه میليون وګړو ته يې نوې پیژند پاڼې ويشلي دي.

هغه زیاته کړه:«د برښنايي پېژندپاڼو ويش ۶۸ څانکې او مرکزونه مو فعال کړي دي،چې له دې جملې ۱۵ د  ویش څانګې په کابل ښار او نورې ۵۳ په ولایتونو کې هېوادوالو ته د برښنايي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.»  

په ورته وخت کې زیار وايي، په تير يوه کال کې د برښنايي پېژندپاڼو د ويش خدمتونو ترسره کولو له امله يو میليارد او ۶۰میلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

 د يادې ادارې مسولين ډاډ ورکوي،چې په راتلونکې کې هڅه کوې،تر څو د هېواد ټولو وګړو احصائیه معلومه کړي او د بهر ميشتو افغان اتباعو ته د برښنايي پېژندپاڼو ويش پروسه پیل او په ولایتونو کې د برښنايي پیژندپاڼو د ويش مرکزونه زيات کړي. 

د دوی په خبره، د نویو پېژندپاڼو چاپ او رارسیدو سره سم به په مرکز او ولایتونو کې د پيژندپاڼو د ویش بهیر پيل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist