Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د احصايې او مالوماتو ملي اداره: صادراتو کې ۳ سلنه کمښت او واردات ۲۲ سلنه زیات شوي

د احصايې او مالوماتو ملي اداره: صادراتو کې ۳ سلنه کمښت او واردات ۲۲ سلنه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/08

 د حکومتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح د بهیر په لړ کې د چهار شنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د زمري پر ۱۷ مه)  د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ .

د دغې ادارې مرستیال وايي، تېر کال د افغانستان په صادراتو کې کمښت راغلی او برعکس واردات کچه لوړه شوې.

عصتالله حکیمي وايي، په تېر کال کې افغانستان نږدې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي،خو څه باندې ۸ ملیارده ډالرو په ارزښت یې واردات درلودل، چې د۱۴۰۱ کال  په پرتله صادرات یې څه باندې ۳ سلنه راکم شوي او واردات یې بیا څه باندې ۲۲سلنه زیات شوي دي .

حکیمي زیاتوي:« ۱۴۰۲ کال کې مو د صادراتو کچه ۱.۸ میلیارد ډالره وه چې د ۱۴۰۱ کال پرتله ۳.۷ سلنه کموالی ښي او دا کچه د معدني ډبرو په تېره بیا د ډبرو سکرو برخه کې ده. همدارنګه ۱۴۰۲ کال کې د وارداتو ۸.۱ میلیارد ډالره وه چې د ۱۴۰۱ کال پرتله ۲۲.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.»

په ورته وخت کې دغه اداره وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۳.۲ میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي او ټولیز عواید یې بیا څه باندې ۲  میلیارده افغانۍ دي.

 

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې سرپرست فقیر محمد زیار وايي:« تېرکال د برېښنايي پېژندپاڼو د ۲۹ څانګو له لارې، چې له هغې ډلې پنځه یې د اسان خدمت اړوند دي، ۳ میلیونه ۲۶۶ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې دا د ۱۴۰۱ پرتله شاوخوا ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د احصایې او مالوماتو ادارې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش، د تولد کارټونو، تاییدۍ،د پېژندپاڼو اصلاح او اړوندو نورو خدمتونو له درکه نږدې  ۲ میلیارده ۵۲۱ میلیونه ۸۵۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.»   

د اسلامي امارات له راتګه تر دې مهاله نږدې ۸ میلیونه وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي او د برېښنایي پېژندپاڼو د وې له پیله تردې مهاله بیا نږدې ۱۴ میلیونه افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې دي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ د ملکي خدماتو په برخه کې څه باندې در۳۵۰ زره کارکوونکي پر کار بوخت دي، چې ۸۰ زره یې ښځې دي او دا  د تېر په پرتله ۱۰ سلنه  زیاتوالی ښيي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مرستیال عصمت الله حکیمي وايي:« ۱۴۰۲ کال کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ټولټال شمېر ۳ لکه ۶۱ زره ۶۸۰ تنه دي چې ۲۸۱ زره ۴۳۹ نارینه او ۸۰ زره ۲۴۱ ښځي دي چې د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.»

 د دغې ادارې د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې دهېواد ناخالص تولیدات ۱۵.۷ میلیارده ډالره اټکل شوي و، چې د ۱۴۰۱ کال پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی په  کې راغلی او همداراز د بهرنیو اسعارو او په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې دافغانیو ارزښت هم لوړشوی.

په راپور کې راغلي، چې دغلو او دانو په برخه کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی  او د پنبې  تولید بیا ۶۹ سلنه زیات شوی، همدا راز په تېر یوه کال کې د څه باندې ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت کانونه استخراج شوي چې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي .

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې درې میلیارده افغانیو په ارزښت دولتي صنایع درلودل، چې دې برخه کې هم د ۱۴۰۱ کال پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی رغلی دی.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې سرپرست مرستیال عصمت الله حکیمي وايي:« ۱۴۰۲ کال کې د غلو برخه کې ۵ میلیونه ۲۰۶ زره ټُنه تولید او همدارنګه د پختې برخه کې ۱۲۲ زره ۴۵۵ ټِنه وه چې په ترتیب سره د تېر کال پرتله ۱۳ او ۶۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه ۱۴۰۲ کال کې د ۶ میلیارد او ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د کان کیندنې برخه تولیدات لرو چې د تېر کال پرتله  ۴۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي. د دولتي صنایعو تولید بیا د ۳ میلیارد او ۲۰۶ میلیونه افغانۍ دي چې ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.»

ددغې ادارې دمالوماتو په اساس چې په تیر ۱۴۰۲ کال کې دهیواد ټول نفوس ۳۵ اشاریه ۷ ملیونه اټکل شوی چې یو اشاریه پنځه ملیونه یې کوچیان ۹ اشاریه دوه ملیونه یې په ښارونو کې او ۲۵ ملیونه وګړي یې بیا په کلیو کې ژوند کوي .

دمالوماتو په اساس چې په تیرو یو کال کې د ۱۱ اشاریه ۵  ملیاردو افغانیو په ارزښت بهرنیو او خصوصي شرکتونو په افغانستان کې پانګونه کړې چې ۱۴ اشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist