Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دینې عالمان: افغانې نجونې بايد د زده کړو له اسلامي حق محرومې نه شي

دینې عالمان: افغانې نجونې بايد د زده کړو له اسلامي حق محرومې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

په کابل د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکې نجونې د خپل يو کال ارتقاء په خوشالۍ کې ترانې وايي، خو له دې ناخبره دي چې دا خوشالۍ به یوازې تر شپږم ټولګي وي او څرګنده نه ده چې له دې پورته زده کړو هیلې به يې پوره شي او که به د نورو لسګونه زره زده کوونکو په څېر نېمګړې پاتې شي.

په دې غونډه کې ديني عالم مولوي محمد اسحاق نظامي د هغې افغانې نجونې کيسه کوي چې د شپږم ټولګي له فراعت وروسته يې د خپلو آرمانو او هيلو نېمګړي پاتې کېدو په پار ژړلي.

نظامي زیاتوي:« هغه ورځ چې زموږ له لېسې تر شپږم ټولګي نجونې فارغېدلې، خپل کتابونه یې د پنځم ټولګي نجونو ته تسلیم کړل او په سلګو سلګو ژړا ترې را روانې شوې.»

دیني عالمان وايي، عصري زده کړې پر نارينه او ښځينه دواړو فرض دي او افغانې نجونې بايد له دغه اسلامي حق محرومې نه شي.

دوی زیاتوي، د اسلامي امارت له مسوولو ارګانونو غواړي چې د افغان نجونو پرمخ د هر ډول ښوونیزو بنسټونو دروازې پرانيزي.

دیني عالم محمد اسحاق نظامي په دې اړه وايي: « زه چې د خپل عقل په مایکروسکوپ کې ګورم، دا راته بلکل شرعي ښکاري، اسلامي ښکاري او ضروري هم ښکاري، ځکه الله راته وايي چې آیا برابر دي هغه کسان چې پوهېږي له هغو کسانو سره چې نه پوهېږي؟ هغه برخه چې د علم له پانګې بې برخې ده، ځکه خو زموږ هېواد په ځانګړې توګه د طب په برخه کې ډېر اشد ضرورت لري.»

بله خوا، د کابل ځايي مسوولين د هېواد د آبادۍ او پرمختګ  یوازینۍ لاره زده کړي بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې خپلو اولادونو ته د دیني او عصري زده کړو زمينه برابره کړي.

د دولسمې حوزې مرستیال حمیدالله حقاني واي: « دا وطن چې په هر رقم کېږي، باید آباد یې کړو؛ که دا د تعلیم په فضا کې وي یا هم د کانونو د استخراج په برخه کې.»

له دې سره، د ښوونځي زده کوونکي خوښ دي چې یو ټولګی پورته ارتقاء کوي او د دوی په لاس جوړ شوي وسایل نندارې ته اېښودل کېږي.

دغه زده کوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې اسانتیاوې ورته برابرې کړي ترڅو له دې هم پرمختللي وسایل جوړ کړي.

یو تن زده کوونکی وايي: « له حکومته مې غوښتنه دا ده، که چېرې دلته د وسایلو یوه زمینه موږ ته برابره کړي، کولی شو له دې هم پرمختللي وسایل جوړ کړو.»

یو بل زده کوونکی هم ورته خبره کوي او وايي: « که ښه وسایل برابر شي، له دې ښه توکي جوړولی شو، داسې چې کورونو کې ترې ګټه واخیستل شي.»

دیني عالمان په داسې مهال د نجونو پر زده کړو ټینګار کوي چې څو ورځې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو په خصوصي او دولتي نیمه عالي طبي مرکزونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه. دغه ګام له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist