Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دیني علمان: نشه يي توکو کارول حرام دي او ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري

دیني علمان: نشه يي توکو کارول حرام دي او ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

د نشه‌ یي توکو کرکیله، قاچاق او کارونه له نږدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې، خو له هغې وروسته چې اسلامي امارت بیا په هېواد کې واکمن شو، دا ستونزه په پراخه کچه حل شوې ده.

که څه هم له دې ناوړه پدیدې سره مبارزه جدي روانه ده، خو اوس هم یو شمېر ځوانان نشه يي توکي کاروي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د نشه ‌یي توکو کارول نه یوازې د عصبي سیسټم فعالیت ګډوډوي، بلکې د بدن فعالیت ټکنی کوي او کله ناکله د انسان د مرګ لامل هم کېږي.

د کابل اوسېدونکی حبیب الرحمان وايي: « اوس مهال زموږ په هېواد کې د نشه يي توکو کښت کم شوی او لکه څرنګه چې تاسو وینئ، پخوا به په لارو او کوڅو کې ډېر پوډریان ګرځېدل چې اوس نه شته. حکومت باید نورې هڅې هم وکړي ترڅو موږ خپل ځوان نسل بچ کړو. دغو کسانو ته باید د کار زمینه برابره شي ترڅو بیا ځل د نشه يي توکو کارونې ته مخه نه کړي.»

یو شمېر دیني عالمان د نشه ‌یي توکو کارول د اسلام له احکامو سره په ټکر کې ګڼي او زیاتوي چې مخدره توکي ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري.

دوی له سرپرست حکومت او کورنیو غواړي چې د کاري زمینو په برابرولو او د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

یو تن دیني عالم وايي: « هغه توکي لکه شراب، قمار یا نور نشه يي توکي چې د انسان عقل ته تاوان رسوي، د انسان کرامت، شخصیت، عزت او جسم ته زیان رسوي، د انسان د دیانت او عبادت برخه کمزورې کوي او دې ته یې جوګه کوي چې خپل مال په ناروا توګه مصرف کړي، د هغه نسل ته ستونزې پیدا کوي، دا ټول حرام او ناروان دي»

دیني عالم وايي: « موږ له خپل ملت څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو او اسلامم دغو ویجاوړونکو توکو او ترفند ته پام وکړي. د خپلو ځوانانو لاسنیوی وکړي او د پرمختګ په لاره یې سم کړي.»

په همدې حال کې یو شمېر نور دیني عالمان په هېواد کې د نشه ‌یي توکو کرکیله، قاچاق او کارول د نورو هېوادونو یوه طرحه او پلان ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دې پدیدې سره د مبارزې ترڅنګ، بزګرانو ته د بدیل کښت زمینه هم برابره کړي.

یو تن دیني عالم په دې اړه وايي: « دا په حدیث سره ثباته ده چې ټول نشه کوونکي شیان حرام دي، په دې کې هېڅ شک نه شته، خو د دغو موادو په کارولو کې حد نه شته او د دې په اړه به قاضي فیصله کوي. دا باید ووایو چې نشه يي توکي ډېر زیات مضر دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امارت اسلامي د مشر له فرمان وروسته، په هېواد کې د نشه ‌یي توکو کرکیله او قاچاق په کلکه منع اعلان شول او سرپرست حکومت د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د روږدو کسانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه هم جوړ کړل.

له دې سره، بېووزلي، بې ‌کاري او لسګونه نور عوامل لامل شوي چې په نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان ان تر درملنې وروسته بیا هم نشه يي توکو ته مخه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist