Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دیمټري: افغانستان کې د داعش ډلې شتون د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو لپاره ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/04

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې مرستیال استازي یو ځل بیا دا اندیښنه څرګنده کړې،چې داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ترې ګواښ پیښ دی.

 دیمتري پولېوانسکي وايي،د داعش فعالیتونه پرخپل حال دي،چې دا په سیمه کې د بې ثباتۍ یوازنی فکتور دی.

دیمتري زیاته کړې:« د داعش ډلې افغان څانګه اوس هم په هېواد کې د بې ثباتۍ یوازنی فکتور دی. د آیډیالوژۍ، تبلیغاتو او د استخدام فعالیتونه د هغوی ګواښ نور هم زیات کړی دی. هغوی په خپلو فعالیتونو کې له ډېرو اغیزناکو اطلاعاتو او ارتباطي ټکنالوژۍ هم کار اخلي.»

پولېوانسکي وايي، په افغانستان کې وروستۍ بمي چاودنې او ځانمرګي د دې ثبوت دی،چی د دغې ډلې شتون او بشري ځواک نه دی  ختم شوی.

پولېوانسکي زیاتوي:« موږ په افغانستان کې هم د هغوی شتون ګورو او ګاونډیو او د مرکزي اسیا هېوادونو ته د هغوی ګواښ ګورو. له وروستیو ترهګریزو بریدونو او ځانمرګو ښکاره څرګندیږي،چې د دې ډلې بشري قوه هېڅ نه ده راکمه شوې.»

پولېوانسکي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم وغوښتل،چې پر القاعده ډلې او داعش لګیدلي بندیزونه عملي کړي.

اخوا اسلامي امارات څو ځلې وړاندې هم ویلي وو، او اوس هم پر دې دریځ ولاړ دي،چې داعش د یوې ډلې په توګه نه افغانستان او نه هم د سیمې هېوادونو ته ګواښ پیښ کولای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist