Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوه جګپوړي طالب چارواکي له بنده ازاد شول

admin by admin
2018/11/13

د طالبانو دوه نور لوړپوړي چارواکي د پاکستان له زندان ازاد شول.

د ملا عبدالغني برادر له خلاصون وروسته پاکستان دوه نور طالبان هم له زندان ازاد کړي دي.

د ځینو نا تایید شویو راپورونو په اساس ، زلمي خلیلزاد پاکستان ته د ځینو هغو طالب مشرانو نوملړ ورسپارلی چې پاکستان کې له کلونو راهیسې بندیان و.

د پاکستان له زندان تازه ازاد شوي طالبان ملا عبدالصمد ثاني  او صلاح الدین نومیږي.

عبدالصمد ثاني د طالبانو د تحریک په مهال د افغانستان بانګ مشر او وروسته بیا د طالبانو د مالي مرستو راټولونکی شو.

سولې عالي شورا د دغو طالبانو له خلاصون څخه بې خبره خو طالبانو ته نیږدې کسان د دغو څېرو ازادیدل مني.

 صلاح الدین نومی بیا د هغو طالب قومندانانو له ډلې و چې په جګړه کې مشهور و او د طالبانو له سقوط وروسته یې هم څو کاله جګړه کړې وه.

پاکستان د ملا عبدالغني برادر خلاصون د زلمي خلیلزاد په غوښتنه کړی خو طالبانو بیا ویلي وو چې غني برادر له قید او شرط پرته پاکستان ازاد کړی.

سولې عالي شورا د تازه خوشې شویو بندیانو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې پاکستان تر اوسه د سولې په برخه کې ریښتنې ګامونه نه دي اخیستي.

اوس چې زلمی خلیلزاد د دویم ځل لپاره د افغان سولې د ټینګښت لپاره راغلی تر دې دمه یې ولسمشر غني، اجراییه رییس، او ځینو نورو سیاسیونو سره یې لیدلي او تمه ده چې روسیې او ځینو نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist