Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دودیزې ناانډولۍ او فقر افغانستان کې د کلیوالو ښځو ژوند ننګولی

دودیزې ناانډولۍ او فقر افغانستان کې د کلیوالو ښځو ژوند ننګولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/22

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه هر کال د اکټوبر په ۱۵مه په نړۍ کې د کليوالو ښځو د ورځې په توګه نمانځي او د دولتونو پام دې ته را اړوي، چې  د کلیوالو ښځو په ژوند کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي او حقوق یې خوندي کړي.

خو په افغانستان کې لاهم زیاته برخه کلیوالې ښځې سربېره پر دې چې له خپلو اساسي حقونو محرومې دي، په کلیو او بانډو کې له خپل وس پورته درانه کارونه ترسره کوي.

د ښځو حقونو فعاله وايي: « دا اوس هم ظلم ورسره روان دی، په هغو لرو پرتو سیمو کې چې هېڅ کوم خدمات نه دي وړاندې شوي، ښځې  له خپلو حقونو لرې پاتې دي، روغتیا ته یې پاملرنه نه کېږي، له زده کړو بې برخې دي، د کنیزې په بڼه ساتل شوي، چې یوازې کار ترې اخېستل کېږي، درانه کارونه ترسره کوي، چې دا له شریعت سره په ټکر کې موضوع ده او خلاف د شریعي اصولو ده، دې ته باید کار وشي او دا ظلم او زیاتی باید له منځه لاړ شي.»

هغه ښځې چې له کوره بهر بوختياوي لري د کور کارونه او د اولادونو پالنه هم ور تر غاړې ده او محدود شمېر ښځې توانېدلي، چې دا دواړه کارونه په ښه ډول تنظيم کړي؛ خو اکثریت یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي چې نه د ماشومانو سمه پالنه او روزنه کولی شي او نه روغتیا لري.

دیني عالم مولوي سالم عابد وايی: « د څو مېندو مور وي او بیا هم پرې ظلم کېږي درانه کارونه پرې ترسره کېږي، چې دا ډول کارونه باید پرې ترسره نه شي.  له ځاني، فزیکي او دیني پلوه د اناثو ډله ضعیفه ده او د خپلې وسې سره سم کار باید وکړي. موږ هغه وخت د الله تعالی د رحم او کرم وړ ګرځو چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره ظلم او زیاتی ونه کړو.»

د ښځو حقونو فعالانې او یو شمېر کارپوهان نیوکه لري، چې په افغانستان کې د کلیوالو ښځو د ژوند ښه والي لپاره بنسټیز کار نه دی شوی او ټینګار لري چې نړیوال مرستندویه بنسټونه او سرپرست حکومت دې دغې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.

د ښځو حقونو فعاله اصفه ستانګرۍ وايي: « د مناسب سیاست نشتون، له اړوندو متخصصیونو کار نه اخېستل او د بیان ازادۍ نشتوالی ټول هغه اړین موارد دي، چې د دې لامل شوې د ښځو هلې ځلې هېڅ ثمره ونه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په کلیو او بانډو کې یو شمېرمېرمنې په هغه اندازه درانه  کارونه ترسره کوي ، چې د نارینه وو له وس هم پورته وي؛ خو اکثریت یې ناچارۍ اړ کړي دي چې ترسره یې کړي.

 یو شمېر مېرمنې وايي، اړې دي چې د کور کار او ماشومانو د پالنې ترڅنګ مالدارۍ او کروندو ته هم رسېدنه وکړي.

په افغانستان کې اوږدې جګړې، طبیعي پېښې، داخلي کډوالي، دودیزې ناانډولۍ او فقر هغه عمده لاملونه دي چې د کلیوالو ښځو ژوند او راتلونکی یې ننګولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist