Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحې ته له کابله تللي پلاوي له قطري چارواکو سره لیدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/26

د اسلامي امارت لوړپوړی دولتي پلاوی درې ورځې وړاندې  قطر ته د هېواد د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د ترمیم او فعالېدو د قراردادونو په موخه دوحې ته ولاړ  او لاهم هم هلته دی. 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،پرون د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي  د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره کتلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، لېدنه کې دواړو لوریو  دذ ځینو سیاسي مسایلو سربېره یې د هېواد د هغو پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قراردادونو په هغو ټکو خبرې او بحثونه کړي،چې تر اوسه پورې پرې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په دغه ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي میدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې،چې لا تراوسه پورې پرې دواړه لوري توافق ته نه دي رسېدلي.» 

قطر او ترکیې سره وروسته له هغې د افغانستان هوايي ډګرونو د ساتنې او تخنیکې چارو سمبالولو پرسر خبرې وشوې،چې واک ته د اسلامي‌امارت له رسیدو د کابل نړیوال هوايي ډګر له تخنیکي پلوه تر اوسه پورې نړیوالو  الوتنو ته جوګه نه دی،خو ګاونډ او سیمې ته ترې الوتنې شوې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په لېدنه کې دواړو خواوو هغه ټکي مشخص کړل،چې لا زیات بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري. له پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونه په ګډه کار کوي،ترڅو د هوايي ډګرونو فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.» 

دوحې ته له کابله تللي پلاوي له قطري چارواکو سربیره د یو شمیر هېوادونو استازو سره هم لېده کاته کړي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر  امیرخان متقي د دغه سفر په ترڅ کې دافغانستان لپاره د د بریټانیا له  سفیر سره کتنه کې پر ځینو مسایلو خبرې او بحثونه کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist