Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې نن د افغان او امریکايي استازو ترمنځ بیا مذاکرات پيل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

د مذاکرې لپاره له کابل او واشنګټن لوړپوړي پلاوي دوحې ته رسېدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال وايي، مذاکراتو کې به د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې بشپړ پلي کول، د افغان ولس کنګل شویو پیسو بېرته خلاصون او همداراز به له امریکا او نړیوالې ټولنې سره پر مانا لروونکو دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت خبرې وشي.

داسلامي امارت  مرستیال ویاند وايي:« اسلامي امارت به له امریکايي جهت سره د دوحې د توافق پربشپړ عملي کېدو، همدارنګه د افغانانو هغه پیسې چې په امریکايي بانکونو کې بندې دي،د دې پر راخوشې کولو بحث او خبرې وکړي. د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره به پر مانا دارو دیپلوماتیکو روابطو خبرې وشي.» 

د افغانستان دمشروعیت په برخه کې دغو مذاکراتو ته په کور دننه او بهر هیلې زیاتې دي.

شنونکي وايي،افغان پلاوی دې له امریکا وغواړي،چې له دې وروسته دې افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه خپل ټول مسایل مخامخ مطرح  کړي او نور دې د درېیم هېواد له لارې افغانستان سره اړیکه نه نیسي.

دوی وايي، امریکا دې افغانستان د یوه مستقل هېواد او دولت په توګه وپیژني.

شنونکی عزیز معارج وايي:« د افغانستان پلاوی باید له امریکا سره خبرو کې له افغان ولس سره د بشري او قتصادي مرستې مطرح کړي او حکومتدارۍ په تړاو باید مرستې وغواړي او دا مسله دې هم له امریکايي چارواکو سره مطرح کړي،چې له دې وروسته دې امریکا له افغانستان سره خپلې اړیکې د یوه خپلواک او قانون مند هېواد په توګه تامین کړي نه د قطر یا پاکستان هېواد په وسیله. یعني افغانستان دې د یوه مستقل دولت په توګه وپیژني.»

د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي پر مشرۍ دوحې ته تللي افغان پلاوي تر دې مهاله له قطري چارواکو سره لیدلي دي او په یو شمیر مهمو مسایلو یې خبرې کړي دي، په دغو خبرو کې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي، اقتصادي بحران په مهارولو او بشري مرستو بحثونه شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر په دوحه کې د افغانستانه له سفارته هم لېدنه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist