Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې د افغان او امریکايي پلاوو د مذاکراتو دویمه ورځ: دواړو لورو پر مهمو مسایلو خبري کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/30

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی محمد نعیم وردګ وايي، امریکايي لوري سره یې د روغتیا او تعلیمي مسایلو سربېره  پرکنګل شوې پانګه خبرې کړي او د واشنګټن امنیتي اندیښنې یې د بحث بله برخه بللې ده.

وردګ زیاته کړه:« ځينې تخنیکي مسایلو باندې خبرې وشوې،چې لکه د صحت او تعلیم په برخه کې، پر بانکي مسایلو او سیاسي برخه کې خبرې وشوې. کوم تشویشونه چې دوی د امنیت په برخه کې درلودل په دې اړه خبرې وشوې.»

د چارو شنونکي بیا له امریکا سره خبرې او مذاکرات ګټور او مهم یادوي،خو په وینا یې افغان لوری باید د خپل نړیوال مشروعیت لپاره ځینې مسایلو ته غاړه کېږدي.

شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« له ټولې نړۍ سره او په تېره بیا له امریکایانو سره خبرې او مثبت نتایج یې زموږ اړتیا ده. موږ باید څه له لاسه ورکړو،ترڅو چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړو، له دې پرته په داسې حالت کې چې لکه اوس چې زموږ دیپلوماتیک انځور نړۍ ته وړاندې کیږي دا په حقیقت کې د افغان ملت لپاره هغه څه دي چې دغه ملت بدمرغۍ ته بیايي.»

اخوا ځنې نور بیا وايي، دا به ستونزمنه وي،چې امریکا دې دومره ژر د افغانستان نوی دولت پر رسمیت وپیژني او کنګل شوې پیسې ورته راخوشې کړي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« افغانستان ته دوه شیان مهم دي، لومړی دا چې حکومت یې مشروعیت پیدا کړي او بل دا چې پیسې یې خلاصې شي،خو ستونزه دا ده،چې امریکا حاضره نه ده،چې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپیژني او د کنګل شویو پیسو ازادولو ته هم حاضره نه  ده.»

په ورته مهال اسلامي امارت وايي،په ټوله کې له امریکایانو سره خبرې ښې روانې دي،خو ټولې ستونزې په یوه او دوه ناستو کې نه حل کېږي او وخت ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی محمد نعیم وردګ وايي:« په عامه توګه خبرې ښې روانې دي، خو دا خبره ده،چې په معمول ډول باندې خبرې اترې یو څه وخت نیسي او هرڅه په یوه دوه ناستو کې نه حل کېږي،خو بیا هم هېله مندي لرو،چې دغه ډول ناستې به د ستونزو په حل کې  خپل تاثر ولري.»

اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو اصلي جنډا بشري مرستې، د اقتصادي ناورین مخنیوی ، کابل سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت او همدا راز د افغانستان د کنګل شویو پیسو بیرته خلاصون یاد کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist