Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ د مزار درې ۳۶ زلزله ځپلو کورنیو ته د ملي دفاع وزارت له لوري جوړ شوي استوګنیز کورونه وسپارل شول.

د یاد وزارت مسوولان وايي،  د دغو کورونو پر جوړولو ۳۳.۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ملي دفاع وزارت له بودیجې تمویل شوي دي.

د دوی په وینا، له دې اقدام یې موخه له هغو خلکو سره همکاري ده چې د تېر کال زلزلو ورته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي وايي: « موږ د ملي دفاع وزیر صاحب په هدایت په مزار دره کې شاوخوا ۳۶ کورونه چې په کې  د استوګنې خونې، تشنابونه، پخلنځی او د اړتیا وړ ابادي شته، بې سرپناه خلکو ته برابر او جوړ کړي دي. دلته مو یو محراب لوی مسجد هم جوړ کړی.»

زلزله ځپلي د دغو کورونو له جوړېدو خوښ دي او وایي، د اوږدې مودې له سختو شرایطو وروسته یې د سرپناه مهمه ستونزه هواره شوه.

خو دوی ټینګار کوي چې لا هم ګڼې کورنۍ بې‌ کوره دي او د داسې مرستو په تمه دي چې موجوده وضعیت او بې کوره کېدل یې ورسره پای ته ورسېږي. 

 دوی له مسوولینو غواړي چې سړکونه، ویالې، سربندونه او نور عامه بنسټونه چې زیانمن شوي ورغوي، ترڅو خلک بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.

د زلزلو له امله اغېزمن شوی کس وايي: « داسې یې وګڼه چې په سلو کې ۱۶ فیصده خلکو ته کورونه جوړ شوي، خو ۸۶ فیصده نور لا هم سرپناه نه لري. دوی لا هم په خېمو کې پراته دي او د ډېرو خېمې هم بادونو شکولې دي.»

یوبل اغېزمن شوی کس وايي: « زموږ کورونه ټول ویجاړ شوي وو، اوس یې دا دی څه کورونه جوړ کړل، خو ډېر لاهم پاتې دي او خلک په خېمو کې ژوند تېروي. بې سرپناه خلک له بارانونو سخت تنګ دی او اړتیا ده چې هغوی ته هم ژر کورونه جوړ شي.»

چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د پاتې بې‌کوره کورنیو د سرپناه ستونزې هوارولو ته ژمن دي او وایي، حکومت به د زلزله ځپلو د ژوند ښه کېدو او د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال په دې اړه وايي: « موږ ډاډ او اطمینان ورکوو چې ټولو بې سرپناه پاتې کورنیو ته به هم کورونه جوړ کړو.»
شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې د کونړ ولایت د مزار دره یوې زورورې زلزلې ولړزوله چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

په دې زلزله کې زرګونه استوګنیز کورونه ویجاړ او ګڼ عامه بنسټونه زیانمن شول چې لا هم د سیمې اوسېدونکي د بیارغونې او لومړنیو خدمتونو د بشپړېدو په تمه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist