Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دفاع وزارت د وسله‌والو پر وړاندې دریځ بدلوي 

admin by admin
2020/03/30

د طالبانو له اړخه سرتیرو ته له درنې مرګ ژوبلې وروسته امنیتي او دفاعي بنسټونه فعال دفاعي حالات ته ستنیږي.

د سولې مذاکراتو ته د داخلېدو په نن او سبا کې شل ورځې تېرې شوې، خو دواړه لوري ونه توانېدل چې د امریکا او طاالبانو د هوکړې سره سم د افغانانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې پیل شي.

اوس درې اونۍ وروسته داسې ښکاري چې جګړې شدت موندلی او د وسلوالو په تازه پېښو کې د پوځ  ۹ سرتیري په زابل او ۵ په هلمند کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت طالبان وننګول چې د دوحې هوکړې ته یې درناوی نه دی کړی او دوی اړ دي چې د خپلې جګړې لوری بدل کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان داسې وویل (( بدبختانه طالبانو د قطر هوکړې خلاف پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او امریکا سره هوکړه یې نقض کړې ده. خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د قطر هوکړې ته په درناوي په دفاعي حالت کې قرار درلود، خو کله چې پوه شو چې طالبانو خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي موږ فعال دفاعي حالت ته تللي یوو.))

افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تمه دا وه چې جګړه ودریږي، خو د تمې خلاف د جګړې لیکې فعالې دي.

طالبانو وړمه ورځ ادعا کړې چې حکومت په باګرام زندان کې د دوی ملګري شکنجه کړي یو یې وژلی او خبرداری یې ورکړ که زندانونو کې د دوی له بندیانو سره چلند ښه نه شي دوی به د غچ اخیستو لپاره پوځي ګام پورته کړي.

اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري بریدونو ته په دفاعي حالات کې دي او که بریدونه دوام کوي نو امنیتي بنسټونه چمتو دي چې تعرضي عملیات پيل کړي.

ټینګار دا دی چې د جګړې پرځای دې د سولې خبرو پیل لپاره کار واخستل شي. افغانان له جګړې وروسته اوس د کرونا ویروس له امله قرباني ورکوي چې په نړیواله کچه یو مرګوني ناروغي ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist