Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزارت: د رد ظلم عملیاتو په لړ کې د پاکستان مهم پوځي مرکزونه په نښه شوي

دفاع وزارت: د رد ظلم عملیاتو په لړ کې د پاکستان مهم پوځي مرکزونه په نښه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/03

افغان ځواکونو وړمه شپه پر ډیورنډ فرضي کرښه پرتو پوستو سربېره، یو ځل بيا په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د نور خان هوايي اډه، په بلوچستان کې د کویټې۱۲م قول اردو، د خېبر پښتونخوا په مهمندو ایجنسۍ کې د خویزو کمپ او ځینې نور مرکزونه په نښه کړي دي.

ملي دفاع وزارت دا بریدونه پر کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو د پاکستان پوځي رژیم د تېرې ورځې او تېرې شپې د بمباریو په غبرګون کې ترسره کړي.

د ملي دفاع وزارت مسوولان زیاتوي، په دې بریدونو کې پاکستاني لوري ته پراخ زیانونه اوښتي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « هېواد والو! ستاسو د ډاډ لپاره باید ووایم چې ځینې وختونه د مزدور او ناکام دښمن الوتکې زموږ له فضا څخه تېرېږي، خو ستاسو اولادونه او مجاهدین ستاسو د ساتنې لپاره پر دغو الوتکو ډزې کوي. تاسو په دې اړه اندېښنه مه کوئ او ډاډه اوسئ چې ستاسو اولادونه ستاسو دفاع کولی شي. پتمنو هېوادوالو! د ملي دفاع وزارت اتلو ځواکونو د پاکستان له پوځي رژیم سره د جګړې له پیل راهیسې ګڼې لاسته راوړنې لرلې. تر  اوسه د دښمن له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او دغه راز د پاکستان نظامي رژیم له ۲۵ ډېرې پوستې هم نیول شوې دي.»

د اسلامي امارت هوايي ځواکونو د پاکستان پر وړاندې د لومړي ځل لپاره هوايي بریدونه د فبروري میاشتې په وروستیو کې په جمرود، نوښار او فیض اباد کې ترسره کړل. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بریدون کې د پوځي رژيم نظامي مرکزونه په نښه شول. که څه هم د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې په دغو بریالیو بریدونو کې درانه زیانونه اوښتي، مګر کره جزئیات یې نه دي ورکړي.

د اسلامي امارت د دغو ځوابي بریدونو په تعقیب او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د څو ورځو پرله ‌پسې جګړو له امله، د لنډي کوتل په سیمه کې بېړنی حالت اعلان شو.

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ځایي چارواکو ویلي، د امنیتي وضعیت خرابېدو له امله یې په لنډي کوتل کې ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې تر نامعلومې مودې پورې تړلې دي.

د پوځي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو منشور له مخې حق لري چې خپلې خاورې دفاع وکړي او پاکستان پوځي رژیم ته بالمثل ځواب ورکړي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د پاکستان پوځي رژیم دا جګړه د غربي هېوادونو په اشاره پيل کړې او مخته یې وړي. زه ویلی شم چې دا جګړه به د دوی لمنې ته رسېږي او په دې جګړه کې به د پاکستان ښارونه لولپه شي.»

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو له پيل راهیسې له ۱۴۰ زيات پاکستاني پوځيان وژل شوي او۳۱ پوستې ترې نيول شوې دي. چارواکي زیاتوي، د پاکستان پوځي رژیم له شپږو زیاتې بې پیلوټه الوتکې هم د ځواکونو له لوري رانسکورې شوې دي.

له بلې خوا، اسلام اباد کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره تېری بولي او وايي، د پاکستان پوځي رژیم په پرله ‌پسې ډول په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ناامنیو رامنځته کولو پروژې تعقیبوي.

اسلام اباد کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف وايي: « د پاکستان اوسنۍ ستونزې د دوی د غلطو پالیسیو نتیجه ده او دا به ورځ تر بلې لا پسې ډېرېږي. دوی د خپلو ناسمو پالیسیو پټولو لپاره افغان بهانه کړي او د سیمې نا امنه کولو هڅه کوي.»

د چارو شنونکي  په دې باور دي چې د اسلامي امارت له خوا محاسبه شوي ځوابي اقدامات کولی شي د پاکستان پوځي رژیم په راتلونکي کې د افغانستان د فضایي حریم د نقض په اړه د ځوابي بریدونو له ویرې فکر کولو ته اړ باسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist