Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیرخواه: په تېر يوه کال کې سلګونه بهرني سېلانيان افغانستان ته راغلي

خیرخواه: په تېر يوه کال کې سلګونه بهرني سېلانيان افغانستان ته راغلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/23

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا د سه شنبې پر ورځ د« ۱۴۰۲ کال د زمروي پر ۳۱»  ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، په تېر يوه کال سلګونه بهرنې سلانيان د افغانستان بېلابېلو سيمو ليدو ته راغلي دي.

د خیرخوا په خبره، دې ګرځندويانو د افغانستان له تاريخي سيمو، طبیعي ښکلاوو او د مهمو او پېژندل شویو شخصيتونو له زيارتونو لېدنه کړې.

هغه زیاته کړه:« په تېر کال کې ۲۷۰۰ کسان او تر هغه مخکې کال کې ۷۰۰ کسان وو، اوس چې دویمې ربعې ته داخل شوي یو په دې کې ۱۵۸۱ کسان دي؛ نو که دا شمېر موږ له  تېر سره کال پرتله کړو،  تر تېر کال زیات دی.»

خیرخوا دغه راز تېر يو کال د خبريالانو د ژوند خونديتوب کال يادوي او په خبره يې په ۱۴۰۱ کال کې د هيڅ کومې رسنۍ خبريال په امينې پېښه کې ټپې شوی او یا  وژل شوی نه دی.

هغه زیاتوي:«  الحمدالله موږ په تېر کال کې نه د چا د وژل کېدو او نه د کوم ژونالېست د ټپي کېدو خبر لرو.  دا ښه خبره ده، هغه وخت لاړ چې کوم نفرت او کرکه او کوم اختطاف به کېده یا به ټپي کېده او یا به وژل کېده دا هر څه ختم دي؛ خو بیا هم څه نا څه ستونزې به خامخا وي. دلته د یوه ټکې یادونه کوم کله کله یو څوک بندي کېږي نو پر هغه د ژونالېست نوم پروت وي، موږ باید په دې پوه شو چې د هغه بند د یوې حقوقي قضیې له امله وي، کومه بله مسله لکه چا سره دعوه ولري نه د ژورنالسېتۍ له مخې.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولين وايي، د ځوانانو د انجسام او ورته د کار موندنې په موخه يې د يوه ځانګړي ميکانېزم پر جوړولو کار کړی.

د دوی په خبره، تېر کال يې د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې د ځوانانو لپاره تعليمې مرکزونه پرانېستې وو چې لسګونه زده‌کوونکو په کې تخنيکي او مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين محمد يونس راشد: وايي:« په دې وروسته کار شروع کېږي او دا د ځوانانو په برخه کې ډېره غټه طرحه ده او هېله بښوونکې او دېرو ځوانانو ته  د هغوی انسجام د استعداد لوړولو، کاري برخه او اقتصاد جوړولو طرحه ده. ان شاءالله دا به هم خلاصه شي او راتلونکې لپاره به هم کار کوو، بیا هم چې کوم کارونه شوې دي هغه دا دي چې موږ تقریبا ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو عملي مرکزونه فعال کړي دي.»

د دې وزارت د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ لمريز کال په لړ کې ۱۵۸۱ بهرنيو او دغه راز ۱۵۰ زره داخلي سېلانيانو د افغانستان له بېلابېلو سیمو لېدنه کړې.

دغه راز د یاد وزارت په خبره،  د ۱۴۰۱ کال په جريان کې د ګرځنډويانو او نورو بېلابېلو برخو څه باندې ۲۰۰ میليونه افغانۍ عوايد هم راټول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist