Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې وسله وال برید؛ ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خیبرپښتونخوا کې وسله وال برید؛ ۶۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/23

د خیبر پښتونخوا په کوزه کورمه کې د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ لومړۍ نېټه)  وسله والو کسانو د ملکي وګړو پر یوه موټریز کاروان برید کړی چې پایله کې یې د شپږو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

 نړیوالو رسنیو د ځایي چارواکي عظمت‌علي له قوله ویلي، په نښه شوی موټریز کاروان له پاړه چینار  د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته پر لارو و چې له وسله وال برید سره مخ شوی.

د پاکستان داخلي رسنۍ وايي، په دې کاروان کې عام کسان لېږدول کېدل، امنیتي کسانو یې هم ملتیا کوله، خو د وسله ‌وال برید پرمهال یې له بریدګرو سره هېڅ ډول مقاومت نه دی کړی.

د دغې پېښې په تړاو سخت او توند غبرګونونه ښودل شوي.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان امنیتي او پوځي مشرانو باندې سختې نیوکې کړې او وايي، دا ډول حالت د زغملو نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي: « د پښتنو بچي به په وینو کې لت پت پراته وي او د جنګونو په سر په ګټلو ډالرو باندې به د پاکستان جنرالانو بچي د اروپا په ښکلو ښارونو او د استرالیا په جزایرو کې تعلیم او هوسا ژوند کوي. دا حالات پښتنو ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او په مخالفت کې به یې موږ مبارزه نوره هم زیاته کړو. نور وخت را رسېدلی چې پښتانه ټول په یو غږ د خپل وطن لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « دوی په پښتني سیمه کې د پښتنو ترمنځ د نفاق پروژې اچوي؛ ترهګر ګروپونه د پښتنو د وژلو لپاره ګوماري، ترڅو پښتانه ووېروي او د هغه لوی خوځښت مخه ونیسي چې د پښتانه د حق غوښتنې لپاره پيل شوی.»

پاکستان کې آزاد خبریالان هم د دې ډول پېښو د مخنیوي په برخه کې د پاکستان ولس، پوځي ځواکونه او نورې امنیتي ادارې پاتې بولي او په خبره یې، په یاد هېواد  کې له وسله ‌والو سره د مبارزې دریځ جګړه زیاتوالی شي.

آزاد خبریال طاهرخان وايي: « څومره چې د پاکستان پولیس دي، نیمه پوځي ځواک دی، که پوځ دی او یا نورې امنیتي ادارې؛ د بریدونو په مخنیوي کې بلکل ناکامه دي. تېره ورځ یوځل بیا ناکامه شول، کاروان  روان وه، ګڼ شمېر ګاډي په کې وو، حمله پرې وشوه او حمله کوونکي وتښتېدل. په دې کې شک نه شته چې دا یوه ناکامي ده، خو دا خبره هم ده چې یوازې د طاقت استعمال مشکل نه حلوي؛ په کار ده چې وسله والو ډلو سره خبرې او مذاکرات وشي او د حل په لوري ګامونه پورته او پرمختګ وشي.»

همدارنګه، د سیاسي چارو شنونکي په خیبرپښتونخواه او پاکستان کې وروستیو بریدونو او امنیتي پېښو ته په اشارې وايي، د پاکستان امنیتي ادارو د پښتنو سیمه کې وسله ‌والې ډلې د پښتنو د ځپلو او وژلو لپاره استخدام کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا کومې لوبې چې د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې روانې دي، قصدا ً د پنجاب له خوا ترسره کېږي، د پاکستان پوځ او استخبارات په کې لاس لري. د دوی هدف دا دی چې د پښتنو په منځ کې دا ناروا لوبې ترسره کړي او پرې نه ږدي چې پښتانه خپل غږ پورته کړي. ولې دغه شان لوبې د پاکستان په نورو صوبو کې نه کېږي؟ ځکه چې دا ټولې استخباراتي جګړې دي. د دې جګړو د پای ته رسولو لپاره باید د سیمې اوسېدونکي لاس په کار شي او د پای ټکی ورته کېږدي.»

که څه هم د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د یاد هېواد ولسمشر آصف علي زرداري دغه برید غندلی او وايي، عاملین به یې سخت مجازات کړي.

له دې سربیره، وړمه ورځ د پاکستان ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان تر ولکې لاندې جمو کشمیر کوټلې ښار کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ شخړه کې د ۸ پولیسو په ګډون ۳۰ اعتراض کوونکي ټپیان شوي.

 د اعتراض اصلي لامل د پاکستان حکومت د هغه فرمان مخالفت یاد شوی چې په دې سیمه کې د عمومي غونډو ترسره کېدو د مخنیوي لپاره یې صادر کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist