Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې وزیرستاني کډوال نه غواړي نورو سیمو ته ولېږدول شي

خوست کې وزیرستاني کډوال نه غواړي نورو سیمو ته ولېږدول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/12

په خوست  ولایت کې مېشت وزیرستاني کډوال د هېواد نورو ولایتونو ته  د لېږد پر پرېکړې نیوکه کوي او وايي، شااوخوا  یوه لسیزه وشوه چې دلته اوسیږي او نه غواړي چې لېرې پرتو ولایتونو ته ولېږدول شي.

خوست کې د وزیرستاني کډوالو شورا مشر ملک حاکمین له شمشاد ټلوېزیون سره خبرو کې  وویل، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په نورو ولایتونو کې د نویو کورونو د جوړولو وس نه لري.

حاکمین په خوست کې د مېشتو کډوالو شمېر څه باندې اووه زره یاد کړ او په خبره یې ډېری هغه ماشومان چې همدلته پیدا شوي اوس زلمیان دي او همدا خپل ټاټوبی ګڼي.

حاکمین زیاتوي:« اسلامي امارت نورو سیمو ته د وزیرستاني کډوالو د لېږلو په تړاو ډېر څه نه وايي، خو وزیرستاني کډوالو ته څو ورځې وروسته له هغې د سیمې پرېښودو ویل شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله، د امریکا غږ ټلویزیون له اردو څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ادعا وکړه چې ګواکې د اسلامي امارت لوړپوړو مشرانو شااوخوا دوه میاشتې وړاندې دوی ته دا ویلي چې ګڼې افغان حکومت غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړه ته مېشت هغه وزیرستاني کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته ولېږدوي چې له کلونو راهیسې په خوست ولایت کې مېشت دي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي:« د افغان حکومت دریځ دا دی چې وایي له ټي.ټي.پي ملاتړ نه کوو، خو له هغوی نه مو ګیله دا ده چې دغه ډله له افغان خاورې په استفادې دلته پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي او زموږ امنیت ګواښي. دوی شااوخوا دوه میاشتې وړاندې موږ ته دا وویل چې غواړي هلته مېشت کډوال له هغه ځایه نورو ځایونو ته ولېږدوي چې له سیمې لرې او لاسرسی یې رالنډ شي. افغان حکومت له ټي.ټي.پي  د ملاتړ په برخه کې ښایي تورن نه شو کړی، خو دا په یقین ویلی شو، سره له دې چې افغان حکومت غواړي دغه ډله کنټرول کړي خو په کابو کولو کې کمزوري دي.»

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو شورا مشر ملک حاکمین بیا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په دې سیمه کې دې ورانکاري مېشت وي او ترهګریزو فعالیتونو کې دې لاس ولري. هغه څه چې اسلامي امارت هم له وړاندې په دې تړاو د پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې بې اساسه بللې وې.

په همدې حال کې داسلامی امارت سیاسي او پوځي مخالفې ډلې چې په راس کې یې عبدالرشید دوستم دی یوې اعلامیې کې اسلامي امارت ننګولی دی چې دغه پرېکړه به ورته بدې پایلې ولري.

د اعلامیې په یوې برخه کې لیکل شوي چې اسلامي  باید په دې پوه شي چې د هېواد شمال اود شمال ختیځې برخه اوسېدونکي د دوی د تاوتریخجنو سیاستونو او د شومو برنامو د عملي کولو وسیله نه ده چې د هغوی له ژوند، امنیت او د استوګنې د لرلو سره سیاسي او ظالمانه لوبې وشي، دغه ډول فعالیتونه بې ځواب نه پاتيږي او پایلې به یې ناورین ته ورته یو څه وي.

پاکستاني لوري د تېرکال په اپرېل میاشت کې د خوست او کونړ ولایتونو په ځينې برخو کې د پرتو وزیرستاني کډوالو او عامو ځایي اوسېدونکو پر کورونو هوایي بریدونه ترسره کړل چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله چې تند غبرګونونه یې راوپارول.

د سیاسي چارو شنونکي ټینګار لري چې افغان حکومت دې په پرېکړو کې له دقت کار واخلي او داسې عجولانه تصامیم دې نه نیسي چې د وسله والو ډلو د شتون په اړه د ګاونډي هېواد ادعاوې په اثبات ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« که چېرې طالبان دا کار وکړي، زه فکر کوم چې دا به دویمه عرضیه چې پر ځان یې کوي. لومړی دا چې دوی ( طالبانو) وغوښتل چې د ټي.ټي.پي او پاکستان حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي. له دې سره  دا په ډاګه شوه، چې وګورئ اسلامي امارت  پر ټي.ټي.پي نفوذ لري. اوس دا خبره کوي چې دا کډوال دلته مېشت دي، مانا دا چې له دې سیمې یې لرې کړئ او پاکستان د همدوی له خوا ګواښل کېږي.»

ځینې نور بیا وايي، په خوست ولایت کې له کلونو راهیسې پراته وزیرستاني کډوال عام افغانان دي چې اسلامي امارت یې د کډوالۍ د نړیوالو اصولو په رڼا کې د ملاتړ مکلفیت لري.

په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د وژلو او ځورلو له وېرې په ۲۰۱۷ز کال کې څه باندې اته زره وزیرستاني کډوال افغانستان ته راکډه شول چې تر دې دمه د افغانستان په خوست ولایت کې ژوند کوي. پاکستاني چارواکو پر دغه ملکي کسانو تل د ترهګرو تور پورې کړی او بیا- بیا یې له افغان حکومته د دې کډوالو د ځپلو غوښتنې کړي.

  هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو نظر یې راسره  شریک نه کړ.

خوست کې د وزیرستاني کډوالو شورا مشر وایي، که افغان حکومت ورته خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو اسانتیاوې برابرې کړي دوی دې چمتو دي چې بېرته وزیرستان ته ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist