Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې پر شخصي لګښت د یو لوی پل د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې دي

خوست کې پر شخصي لګښت د یو لوی پل د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

د خوست ولایت موسی خېلو ولسوالۍ اړوند غلنګ سیمه کې ۳۰ متره اوږد پل، چې د قومي تړون او او خلکو په شخصي لګښت جوړیږي، شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې یې نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوې دي.

د پل جوړولو مسوول باوري منګل وایي: « قوم او ولس دې  ته مجبور شو چې د پل جوړولو چارې په تش لاس پيل کړي، خو دا دی اوس یې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.»

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي او قومي مشران وایي، همدا پل چې د پکتیا او خوست ترمنځ د وصل یوه مهمه نقطه بلل کیږي، سربېره پر دې د موسی خېلو او قلندر ولسوالۍ زرګونه خلک هم د ولایت له مرکز سره نښلوي، چې نه شتون یې د سیمې زرګونه اوسېدونکي بارانونو او سېلابونو پرمهال له سخت کړاو سره مخ کړې و.

ځایي چارواکي که څه هم د ټولګټو پروژو په برخه کې د ګڼو چارو ترسره کېدو او پیل ډاډ ورکوي او په دې تړاو د ولس همکاري د ارزښت وړ ګڼي، خو زیاتوي، چې د غلنګ سیمې د یاد پل په برخه کې هم د سرپرست حکومت له خوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت همکاري شوې ده.

د خوست د ټولګټو چارو ریاست سرپرست خیال الدین واجد وايي: «کومو کارونو چې په دولت پوره اړه لرله، په بشپړه توګه ترسره شوي. که څه هم د پله جوړولو مسوولیت خلکو پر غاړه اخیستی، خو دولت ورسره همکار دی.»

د خوست د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د بارانونو او سېلابونو پرمهال د لویو پلونو د نه شتون له امله د تګ راتګ پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

 دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د ورته نورو پلونو جوړولو لپاره هم جدي ګامونه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist