Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوست کې وزیرستاني کډوال: د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/18

په سویل کې د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍغرنۍ سیمه کې شااوخوا ۱۶۰۰ کورنۍ وزیرستاني کډوال ژوند کوي .

دغه وزیرستاني کډوال وایي، د پوهنې او روغتیا برخو کې ورته خدمات نه وړاندې کیږي، د سړک خرابوالي له کبله ډېری وخت بېړني ناروغان خوست ښار ته پر لاره ساه ورکوي او د یوې تیلیفوي اړیکې نیولو لپاره ساعتونه مزل کوي.

یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« دا خلک ټول بې وزله دي. له دوی سره باید مرسته وشي.» 

یو بل وزیرستانی کډوال بیا وايي:«زموږ په دغه کلي کې کلنیک نه شته دی. روغتون نه شته دی. دا سړک تاسې خپله هم ولېده، ډېر خرابه دی.» 

کډوال وایي، اسلامي امارت او د کډوالو نړیوال سازمانونه دې ورته سیمه کې ښوونځي، روغتونونه او سړک جوړ کړي او مخابراتي خدمتونو ته دې د دوی لاسرسی اسانه کړي. 

یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« دلته ډېر کډوال میشت دي،خو له موږ سره تر اوسه پورې هېچا مرسته نه ده کړې. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې له موږ سره دې مرسته وکړي. دلته نه ښوونځي  او نه هم مدرسې شته دي. دغه راز سړکونه مو هم خراب دي. موږ له اسلامي امارته غواړي، چې په دې برخو کې راسره مرستې وکړي.» 

په ورته وخت کې دوی وایي، د  پخوا پرتله ورسره اوس اسلامي امارت د خوړو او نورو توکو مرسته کوي،خو پر وینا یې چې کمه ده او ټولو اړمنو کورنیو ته نه رسیږي.

یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« د اسلامي امارت له لورې یو څه مرسته راسره کېږي، خو هغه ډېره کمه وي، یعنې پر نشت حساب وي.  ډېرو خلکو ته مرستې نه رسېږي.»  

د خوست سپیرې او ګربزو ولسوالیو کې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې زرګونه وزیرستاني کډوال ژوند کوي او وایي، تر اوسه پورې ورته بېرته خپلو مېنو ته د تګ زمېنه نه ده برابره شوې.

خبریال : حکمت نیازی 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist