Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ نه لري

خوست کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/23

په خوست ولایت کې لاهم ځېنو ښوونځيو ته ودانۍ نه دي جوړې شوي او له امله يې زرګونه زده‌کوونکي په خلاصه فضا کې د زده کړو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولایت اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند ورزې سیمې د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی پنځه کاله وړاندې تاسيس شوی، خو زده‌کوونکي يې لا هم په تش ډاګ او کېږدیو کې زده کړې کوي.

د ګاګر بابا په نوم د همدې ښوونځي زده‌کوونکي وایي، د باد او باران پرمهال يې ښوونځی رخصت وي؛ ځکه دا زړې او شليدلې خيمې د باد طاقت نه لري او د باران پرمهال څڅېږي.

زده کوونکی امید وايي:« دلته ودانۍ نه لرو، ښوونکي مو کم دي، درې ښوونکي دي. موږ خېمو کې ښوونځی وایو.  کله چې باران وي، موږ کورونو ته ځو، ښوونځی بیا رخصت شي.»

زده کوونکې فریده بیا وايي:« ساړه مو کېږي، ستونزې راته جوړېږي، درس نه شو ویلی، ښوونکي مو درې دي، شپږ ټولګي دي.»

له سرپناه ور هاخوا د کتابونو او ښوونکو کموالی هم یوه بله ستونزه ده، چې د دغه لومړني ښوونځي زده‌کوونکي ورسره مخ دي.

 زده‌کوونکي او ښوونکي له اړونده ادارو غواړي، چې د دوی غوښتنو او ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

زده کوونکی اقبال وايي:« ودانۍ نه شته ده. موږ کتابونو ته ضرورت لرو، کتابچې او قلمونه مو نه شته دي. ښوونکي مو درې دي، شپږ ټولګي دي. کله چې ګرمي وي، بیا رخصت کوو.»

د ښوونځي سرښوونکی بخت امیر خان وايي:« ودانۍ نه شته ده، د کېناستولو ځای نه لرو. کتابونه نشته، څوکۍ نه لرو.» 

اخوا د خوست پوهنې رياست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخواه وايي، لا هم په دغه ولايت کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې په خيمو او يا هم د ونو تر سيوري لاندې زده کړې کوي، خو ډاډ ورکوي چې دا ستونزه به په تدريجي ډول حل شي.

خېرخواه په دې اړه وايي:« زموږ د وزارت هڅې همدا دي چې انشا الله په راتلوونکي کلونو په پلان کې مو نیولي او د دوی سرپناه لپاره مو غوښتنه کړې، له لوړو مرجعو مو غوښتنه کړې. انشا الله دا اساسي پروژې دي، دا به کېږي.»

د مالوماتو له مخې په دغه ولايت کې دا شاوخوا ۳۰۰ زره زده کوونکي په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې پر زدکړو بوخت دي، چې نږدې۱۰۰ زره يې نجونې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist