Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د داخلي بې ځایه شویو کورنۍ لهسرپرست حکومته نجونو ته د زده کړو اجازې ورکولو غوښتنه کوي

خوست کې د داخلي بې ځایه شویو کورنۍ لهسرپرست حکومته نجونو ته د زده کړو اجازې ورکولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/22

د خوست ولایت مرکز اړوند د فراري په نوم د داخلي بې ځایه شویو پنډ غالي کې په سلګونه کورنۍ مېشتې دي.

 د همدې پنډ غالي د یو شمېر نورو اوسېدونکو ترڅنګ محمد شریف له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د نجونو زده کوونکو لپاره د زده کړیزو مرکزونو دروازې پرانیزي، څو په بې توپیره توګه افغانې نجونې او ښځې وکولی شي د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

محمد شریف زیاتوي:« موږ ته په دې ۵۰ کلونو کې تجربه ورسېدله، تېرو ۵۰ کلونو کې افغانستان کې جګړه وه، درسونه په کې سم نه و، خو له دې سره چې کومه ناروغي پيدا شي، تاسو ټول پوهېږئ چې خلک پاکستان یا نورو ځایونو ته ځي. په لارو کې ډېرې ستونزې وي، انساني حقوق مو څوک نه پر ځای کوي. نو موږ خپله باید دا هڅه وکړو چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي، ډېر تعلیم دې پر نجونو وشي.» 

دوی د نجونو پر مخ د عصري زده کړو د پرانیستلو دا غوښتنې داسې مهال کوي چې د فبرورۍ ۲۰مه هر کال په نړۍ کې د ټولنیز عدالت نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو د سرپرست حکومت له واک ته وروسته نږدې درې نیم کاله کیږي چې په هېواد کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو مرکزونه تړل شوي.

محمد شریف وايي:« موږ ساینس پوه ته اړتیا لرو، انجنیرې ته اړتیا لرو، ښوونکې ته یې لرو، ډاکټرې ته یې لرو، نرسې ته یې لرو. نو زما په خپل نظر سره د نجونو تعلیم ډېر اړین دی. که کوم هېواد کې د نجونو تعلیم نه وي، هغه هېواد نیم یادیږي.»

ټولنیز فعال عبدالملک جوهر وايي:« که څه هم دوی بې وزله دي، خو له بې وزلۍ سربېره بیا هم هڅه کوي چې د خپلو اولادونو لپاره، د نجونو او هلکانو لپاره چې عمرونه یې پوره وي، د زده کړو لپاره یې هڅوي.»

د ټولنیز عدالت نړیوالې ورځ د نمانځې موخه په ټولنه کې د عدالت، مساوات او بشري حقونو ته وده ورکول دي.

 روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال داسې مهال نمانځل کیږي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) د سرپرست حکومت له لوري په طبي څانګو کې د افغان نجونو پر زده کړو د وروستي بندیز اغېزو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو مړینه د اوسط کچې په پرتله درې چنده زیاته ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist