Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ښار کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک او پلچکونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

د خوست ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې د سړک رغونې پر یوه پروژه نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د پنځو میاشتو موده کې بشپړې شي.

مسوولین وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې د هټۍ والو او ښاريانو ستونزو د حل  لپاره ګڼې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري وايي: « موږ پوره هلې ځلې کوو، ترڅو خوست ښار ته کار وکړو. په داسې نورو پلانونو هم کار روان دی چې د ښاري نظم لپاره اړین دي.»

په همدې حال کې د ځايي هټۍ وال او ښاریان هم د يادې رغنيزې پروژې پر پيل خوښ دي او وايي، له دې سره به له ښاري نظم سربېره د ښار د پاکوالي په برخو کې هم مثبت بدلون راشي.

هټۍ وال عبدالله منګل وايي: « د دې سړک له خاورو او دوړو خلک ډېر په تکلیف وو، حتا مجبور شوو چې د خپلو هټیو دروازې وتړو. اوس چې دا سړک جوړېږي، موږ او پېرودونکو ته به ډېر سهولتونه رامنځته شي.»

هټۍ وال شاهد الله افغان وايي: « د خوست ښار پاتې کوڅو او واټونو ته به هم باید ډېره پاملرنه وشي. دلته اوس د ټولو ولایتونو خلک اوسېږي او لوی ښار دی.»

د ښاروالۍ د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ کال تر پايه ښايي د ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت۳۰ رغنيزې پروژې پلې شي او دغه راز راتلونکی کال هم د خوست ښار د لا پراختیا لپاره ۴۰ لويې او وړې پروژې په پلان کې نيول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist