Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي

خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

د خوست سپېرې ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین او اوسېدونکي وایي، د چهارشنبې په شپه شاوخوا دولس نیمې بجې د دې ولسوالۍ اړوند مڼې کلي کې د یوه عام وګړي پر کور د پاکستان پوځي رژیم جېټ الوتکو هوايي برید کړی چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمې اوسېدونکو په خبره، په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان شهیدان او لس نور ټپیان شوي دي.

د سپېرې ولسوالۍ امنیه قومندان اسلام نور جهاد وايي: « په دې برید کې د ملکي وګړو دوه کورونه په نښه شوي او په بشپړه توګه له منځه تللي. په دې برید کې ۹ تنه شهیدان او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.»

قومي مشر علي خان وايي: « که نړیوال قوانین داسې وي چې بېله ثبوت پر بې ګناه خلکو بریدونه کېږي، خیر دی موږ د هم بمبار شو؛ مګر که داسې نه وي، د یوه بېګناه شپون په کور دومره بې رحمانه برید باید پوښتنه وشي. د برید له ویجاړي ښکاري چې په دې برید کې شدید چاودېدونکي توکي کارول شوي.»

ځایي اوسېدونکي د بې ګناه افغانانو پر کورونو او عامو خلکو بریدونه د اندېښنې وړ بولي او د بشري حقونو له نړیوالو مدافع بنسټونو غواړي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل مسوولیت اداء کړي او د ورته پېښو مخه ونیسي.

د دوی په خبره، نړیوال قدرتونه دې نور په افغانانو د پاکستان پوځي رژیم د دې وحشیانه بريدونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د پوځي رژیم بریدونو کې زیانمن شوی حسن خان وايي: « نیمه شپه د سراج الدین په نوم کس په کور د پاکستان پوځي رژیم له خوا وحشیانه برید شوی او هرڅه یې تباه کړي.»

د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی شربت خان وايي: « ما ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې نړیوال بشري حقونه څه شي ته وايي، ایا دلته د پاکستان له خوا په بمونو وژل کېدونکي کسان بشر نه دی؟ ولې نړۍ د پاکستان پر قتل عام چوپه خوله ده؟»

د سیمې یوبل اوسېدونکی علي جان وايي: « نړۍ او ملګري ملتونه تش د بشري حقونو چغې وهي، دوی هېڅکله د پاکستان له خوا پر ملکي افغانانو د وحشیانه بریدونو پوښتنه ونه کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د خوست په سپېرې والسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژيم له برید سربېره، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم پر یوه کور د هوایي برید له امله درې ماشومان شهیدان شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist