Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

خواله یا ټولنیزو رسنیو ته د هغې چاړې نوم هم ورکول کېږي چې دواړه څنډې یې تېرې وي. خواله رسنۍ که له یوې خوا د اړیکو، ښوونې روزنې او سوداګرۍ لپاره غوره فرصت دی، بله خوا بیا د غلطو معلوماتو خپرولو، خصوصي حریم نقضولو او ډیجیټل اعتیاد په څېر، جدي ستونزو سرچینه هم دي.

خواله رسنۍ، د خلکوترمنځ عامه اړیکې پیاوړې ساتي، د سوداګرۍ په برخه کې د باوري ادرسونو د موجودیت له مخې همدا اړیکې په خورا باوري فضا کې پر مخ وړل کېږي.

همدا انټرنېټ دی چې په وسیله یې د ټولنیزو رسنیو پرمټ خلک هر ډول معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي او په اوس وخت کې د لومړنۍ اړتیا په توګه کارول کېږي.

په ټوله کې یوټیوب، ټیک ټاک، انسټاګرام، واټسپ، فېسبوک او اېکس یا ټویټرهغه خواله رسنۍ دي چې د خلکو لرې اړیکې یې ډېرې را لنډې کړي او اوسمهال په ټوله نړۍ کې د هر چا د خوښې وړ معلوماتو په لټولو کې همکاري کولیی شي. همدې رسنیو خلک د نورو له احتیاج خلاص کړي او په لږ وخت کې ډېر زیات معلومات ورکوي. د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې تر ټولو مشهوره بڼه یې چټ جي پي ټي دی.

جان اغا صالح د سوشل میډیا  یا خواله رسنیو د څانګې کارکوونکی دی. هغه په دې برخه کې د دقیقو معلوماتو پر وړاندې کولو تر ډېره برلاسی دی او په اوس وخت کې د خواله رسنیو پر اړتیا له موږ سره غږېدلی.

د خواله رسنیو څانګې کارکوونکی جان اغا صالح وايي: «  په ټوله کې خواله رسنۍ چې اوسمهال یې کاروونکي ډېر زیات دي او کچه یې ورځ تر بلې لا په زیاتېدو ده، مهم اړخونه هم لري. د مثال په توګه، د معلوماتو د ژر خپرېدو ښه وسیله ده، د زده کړو په برخه کې مؤثرې تمامېږي، همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې د کاروبار او بازار موندنې لپاره ښه فرصتونه برابروي. خواله رسنۍ منفي اړخونه هم لري، د کاروونکو وخت ضایع کوي، مالي زیانونه ور اړوي او ځینې کسان پرې روږدي کېږي هم.»

له معلوماتو سربېره، خواله رسنیۍ اوس تر ډېره د ګڼو کسانو لپاره د عایداتي سرچینې په توګه هم پېژندل کيږي. ډېری کسان د مشخصو موضوعاتو په تړاو ځانګړي پروګرامونه جوړوي او په یوټیوب، ټیک ټاک، انسټاګرام او فېسبوک کې خپروي. کله چې موضوع جذابه وي، د دې ویډیو لیدونکو ته په کتو په هماغه اندازه عاید د دوی لپاره جوړوي چې د صالح په خبره، میاشتنی کم عاید یې تر۵۰۰ امریکايي ډالرو پورې رسیږي.

جان اغا صالح په دې اړه وايي: « د خواله رسنیو بڼې د هرې ورځې په تېرېدو بدلېږي او که څوک ترې سمه ګټه پورته کړي، د دوی لپاره د عاید ښه سرچینه هم کېدای شي. ځوانان کولی شي خواله رسنۍ د خپل عاید لپاره د سرچینې په توګه وکاروي.»

د یادو ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر ډېره کوښښ کوي چې د خلکو لپاره جالب او حیرانوونکي معلومات وړاندې کړي، ترڅو هم خلک وپوهوي او هم د خپل کار په بدل کې د ډېرو لیدونکو په لرلو سره ډېرې پیسې هم وګټي.

خو ځینې نور کارکوونکي د همدې ځیرکو مبایلونو په لرلو سره په نړیواله کچه سوداګري او راکړه ورکړه کوي او ډېر ځله زیان هم ویني.

عمار فیضي هم له همدې ډلې څخه دی، په ځلونو یې د مېټا مکس په نوم سافټویر کې سلګونه ډالر زیان لیدلی، مګر اوسمهال د مېټا ۴ او مېټا ۵ سافټویر پرمټ د سرو زرو د پېر او پلور کار او بار کوي چې په خبره یې، د خپلې پانګونې او ځیرکتیا له امله یې له عاید راضي هم دی.

عمار فیضي زیاتوي: « زه په خواله رسنیو کې له لس تر یوولس نیمو بجو زیات کار کوم او بل کاري وخت مې د مازدیګر له پنځو تر شپږو بجو کار کوم. دېته د نیویارک کاري سېکشن وايي او بازار په کې ډېر فعال وي. هو، ګټه او تاوان لري، ډېر وخت ګټه کوم، خو کله کله زیان هم وینم.»

کاروباریان یې وایي چې د د کاروبار لپاره یې د ورځې لس بجې او د مازدیګر پنځه بجې غوره وختونه دي چې خپل کاروبار او سوداګري په کې وکړي، خو ډېر نور کسان بیا ټوله ورځ د خواله رسنیو لپاره ځانګړی کار یا پروګرام نه لري او د زیانونو په تړاو یې هم ځینې وخت اندېښنې مطرح کېږي.

د دې ورځې د نمانځنې لپاره په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال اړتیا زیاته شوه چې خواله رسنۍ په خورا سرعت سره مخ پر وړاندې روانې وې او دغه ورځ د خلکو، سوداګرۍ او ټولنو ترمنځ د اړیکو پر ژوندي کولو او د اړیکو د اغېزو درناوي په موخه نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist