Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوارزمي: پاکستان کې د ناامنیو پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

خوارزمي: خوست کې له فرضي کرښې افغانستان ته د مغرضو کړیو ننوتلو مخه نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/04

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني هوايي ځواکونو له تېري وروسته، پر فرضي کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ د امنیتي پېښو کوربه وي.

چارواکي وايي، د جمعې پر شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ډبګي سیمه پاکستاني ځواکونو توغوندي توغولي چې د اسلامي امارت پوله ساتو له ځوابي بریدونو سره نښته رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، یادې جګړې د سهار تر پنځو بجو دوام درلود، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړل شوي.

د ملي دفاع وزارت مسوولینو په دې تړاو وضاحت ورکړ او شمشاد ته یې تایید کړه چې د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې جګړه د ډېورنډ فرضي کرښې له هاغاړې د مغرضو کړیو د مخنیوي په موخه رامنځته شوې وه.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په اړه وايي: « تېره شپه (د مرغومي پر ۱۳ مه) شاوخوا یوه نیمه بجه د خوست ولایت علي شېرو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې بلې غاړې ته مېشتو شریرو عناصرو هڅه کوله چې د افغانستان خاورې ته د ناامنۍ لپاره داخل شي، خو د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.»

خو د خوست والي ویاند بیا مستغفر ګربز وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د علي شېرو ولسوالۍ اړوند د فرضی کرښې دې غاړې درې کليو ایروکام، کاږه او ګړاب په هاوان مرمیو ویشتل شوې خو د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې بېرته ځواب ورکړی.

ګربز په دې اړه وايي:« بېګا شپه ناوخته شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ له لوري د علي شېرو ولسوالۍ اړوند د فرضي کرښې دې غاړې درېیو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب ته د هاوانونو مرمۍ ویشتلې دي چې افغان لوري یې ځواب ویلی دی.»

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان له لوري دغه ډول کړنې له شرقي او غربي هېوادونو سره د قرارداد او امتیاز اخیستلو په موخه دي او په مختلفو بهانو په افغانستان کې د جګړې پراخولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د افغانستان جغرافیا او د افغانانو په اړه د پاکستاني نظامیانو ستراتیژيک عمق دا دی چې افغانان د دوی غلامۍ ته سرټیټ کړي، افغانستان د دوی پنځمه صوبه اوسي او د افغانستان ټول معدنیات او داروندار د دوی له آدرس څخه له شرقي او غربي نړۍ سره د قرارداد له مخې دوی ته په امتیاز ورکړل شي. دوی دا جګړه د خپلو ګټو او  د خپلې اقتصادي راتلونکې لپاره پيل کړې ده.» 

ځینې نور بیا په دې اند دي چې د پاکستان له لوري دغه ډول دسیسې او پلانونه له ډېر پخوا راهیسې روانې دي او د مخنیوي لپاره یې د اسلامي امارت له لوري بنسټیز عمل ته اړتیا ده.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا بریدونه تازه نه دي بلکې د جمهوریت په وخت کې هم پر کونړ، پکتیا او ننګرهار باندې بریدونه کېدل. د پاکستان د دغو ناروا کړنو لپاره یو بنسټيز عمل په کار دی.»

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « نړۍ ته هم په کار ده، که چېرې د پاکستان یا نورو هېوادونو له خوا دا ډول مسایل راپورته کېږي، باید فکر پرې وکړي او پاکستان ته ووايي چې ټولې تروریستي ډلې له نیمې پېړۍ راهیسې په پاکستان کې روزل شوې او روزل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۴ مه نېټه پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې پر عامو خلکو په دې بهانه هوایي بریدونه وکړل چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) پټنځایونه یې پر نښه کړي.

 له دې برید درې ورځې وروسته د اسلامي امارت دفاع وزارت په ځواب کې د فرضي کرښې ها غاړې ته د هغو مغرضو کړیو مرکزونه پر نښه کړل چې په خبره یې افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist