Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خواجه اصف: د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د پاکستان لویه تېروتنه وه

خواجه اصف: د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د پاکستان لویه تېروتنه وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې خبره که څه هم اوس له هېچا پټه نه ده، خو په دې اړه د دې هېواد د پخواني پوځي مشر پرویز مشرف له اعتراف وروسته، دفاع وزیر خواجه محمد اصف دویم لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو د پاکستان لاسوهنه تاییدوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو او تېرو جګړو کې د پاکستان رول او لاسوهنه تېروتنه بللې.

هغه ویلي، پاکستان ته هېڅ اړتیا نه وه چې د افغانستان په قضیه کې ځان ښکېل کړي؛ ځکه په خبره یې، هلته روانې ناامنۍ او د وسله ‌والو ډلو کثرت او زیاتوالی د همدې لاسوهنو محصول دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف زیاته کړې: « موږ تېروتنه کړې؛ دا زما شخصي نظر دی. ضیاالحق هغه دېکتاتور و چې له امریکا سره د اړیکو رغولو او غځولو په لټه کې و او دا یو ښه فرصت و چې لپاره یې افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا ملاتړ وکړي. په دویم ځل جنرال پرویز مشرف د امریکا له راتګ سره دغه کار وکړ. زما په ګومان، موږ باید له هغه څه سره چې په افغانستان کې روان و، هېڅ اړیکه نه وای لرلې؛ دا زموږ کار او مسوولیت نه و.»

د پاکستان دفاع وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، که څه هم پاکستان په تېر کې د نورو او په تېره بیا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې سیاست مخ ته وړی، خو وايي هېواد یې اوس د وسله ‌والو ډلو د ملاتړ پالیسي پرې اېښې ده.

د پاکستان دفاع وزیر د څرګندنو برعکس، د هند بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې پاکستان ته له اشارې پرته دغه هېواد د نړۍ په کچه د ترهګرۍ سترمرکز بللی.

سوبرامانیام جی شنکر زیاته کړې، د نړۍ په هرکونج کې په ترسره شویو بریدونو کې په یوه نه یو ډول د پاکستاني اتباعو لاس وي او که وکتل شي، د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګرو لېست هم له پاکستاني اتباعو ډک دی.

د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر زیاته کړې: « هند داسې یو ګاونډی ترڅنګ لري چې د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی. له څو لسیزو راهیسې د لویو نړیوالو ترهګریزو بریدونو ریښه هم همدې هېواد ته ورګرځي. د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو نوملړ د همدې هېواد له وګړو ډک دی. د روان کال په اپرېل میاشت کې په پهلګام کې د بې ګناه ګرځندویانو وژنه یې د بربریت وروستۍ بېلګه ده.»

په داسې حال کې چې د پاکستان لوړ پوړي سیاسي او پوځي چارواکي یو په بل پسې په افغانستان کې په لاسوهنه اعتراف کوي، اوس یې چارواکي له تېرو څلورو کلونو راهیسې داسې تورنه پورې کوي چې کواګي د افغانستان اوسنی حکومت د پاکستان ضد وسله ‌والو ډلو ملاتړ کوي او له ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته یې د امنیتي اهدافو په نښه کولو لپاره استوي.

که څه هم اسلامي امارت دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي، خو د پاکستان چارواکي یې نه مني او ترې غواړي چې د پاکستان ضد وسله ‌والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو له لارې دلته سیاسي ثبات او اقتصاد ته زیان اړولی او لا هم له دې سیاست څخه نه دی اوښتی.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « پاکستانیان له ۴۷ کالو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي، خو له خپل دې کار یې تل انکار کاوه؛ دا اوس یوه خوشبختي ده چې په دې کار اقرار کوي او په دې پوهېږي چې د افغانستان په اړه یې څه ډول جنایتونه ترسره کړي دي.»       

دا هرڅه داسې مهال دي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال په اپرېل کې له سکای نیوز سره د مرکې پرمهال هم ورته اعتراف کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان د امریکا او لوېدیځ په خوښه د افغانستان پر وړاندې ناوړه جګړه مخ ته وړې او له ترهګریزو سازمانونو یې ملاتړ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist