Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل زاد د تاشکند کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ځي

admin by admin
2021/07/13

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد به د جولای په ۱۵مه نېټه د تاشکند په کنفرانس کې د ګدون لپاره ازبکستان ته ولاړ شي.

زلمی خلیلزاد،چې د مرکزي اسیا او منځني ختیځ هېوادونو په سفر وتلی، طالبانو سره به لیدنه کې زیات تمرکز د جګړې په کمېدو وي، هغه جګړه چې زلمی‌ یې هم  ډېر حیران کړی دی.

خلیلزاد دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی او د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سره یې د سولې اړوند مسایلو خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس اشفته   وايي:« د افغانستان سوله د جګړې په شان نیابتي ده، د خلیلزاد هڅې متاسفانه د امریکا د یو مامور په توګه پروژه شوې سولې ژمنتیا ده،چې د یو قرارداد په توګه رامنځ ته شوې ده. خلیلزاد سولې ته ځان ژمن نه بولي، دومره به وکولای شي، چې طالبانو ته ووایي، په ښارونو بریدونه ونه کړي. عملي امکان دا ده،چې د جنګ او جګړې خوا  په یو درېيم ګړي توافق وکړي چې د باور وړ وي. دا به د حل یوازینۍ لار وي.»

افغانستان کې روانې جګړې او د سولې بهېر ته په نیابتي سترګه کتل کېږي.

د افغان سولې په ‌تړاو تراوسه پورې ناستو او هڅو کومه ښه هېله نه ده ورکړې،خو برعکس د جګړې ډګر ګرم دی او دا مهال له نیمايي زیاتو ولایتونو کې سختې نښتې روانې دي.

تحلیل کوونکي وایي، له خلیلزاد تمه داده،چې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع لپاره ښه رول ترسره کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی اضغرخېل منګل  وايي:« زه فکر نه کوم،چې دا سفرونه دې په مجموع  کې د سولې په پروګرام کې کوم بدلون راولي،ولې خبره دې کې ده،چې کله بهرني ځواکونه بهر کېږي، موږ نوې مرحلې ته داخلېږو. له هغه د افغانانو تمه دا ده،چې افغانستان کې دایمي سولې لپاره کار وکړي او په سیمه ییزه او نړیواله اجماع کې ښه رول ولوبوي.»

د تحلیل کوونکو له نظره د جګړې اړخونو د سولې په برخه کې د امریکا غږ ته پام نه ده کړی او د سولې ټولو غوښتنو خلاف یې تمرکز پر جګړې دی.

بل پلو د سیمې هېوادونه افغانستان کې د جګړې له امله اندېښنه کې دي.

تحلیل کوونکي وایي، خلیلزاد به د مرکزي اسیا هېوادونو ته په هغه کنفرانس کې ډاډ ورکړي،چې درې ورځې وروسته ازبکستان کې جوړېږي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« اوس چې امریکا له افغانستان څخه بهر کېږي، د جګړې اړخونو د سولې په اړه د امریکا غږ چندان  نه اوري، د سولې په اړه او یا سیاسي حل لار اوس ګورو،چې طالبانو جګړه ته دوام ورکړی دی. د خلیلزاد سفر ازبکستان ته د جولای په ۱۵ مه هلته کنفرانس ده امریکا علاقه لري،چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړي،چې د افغانستان بحران دوی ته زیان نه اړوي.»

د سیمې هېوادونو ته به د خلیلزاد پیغام دا وي،چې افغانان پرېږدي،خپل برخلیک پر خپله وټاکي. هغه ویلي هڅه کوي،چې افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د سیمې  له هېوادونو سره پر ګده یوه حل لار پیدا کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist