Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

 خلیلزاد یو ځل بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/11

څو ورځې وروسته واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو ۴ کاله پوره کېږي، خو د دې مودې په تېرېدو سربېره هم د خلکو له غوښتنې سره سم، د نجونو د تعليم او تحصيل د دوام لپاره خاصه تګلاره جوړه نه شوه.

بله خوا، د سميع‌الله په نوم  ماشوم چې په رياضي کې ځانګړې وړتيا لري، له څو ورځو راهيسې د حکومتي چارواکو مېلمه دی او هڅول کېږي.

د سميع‌الله وړتيا ته په کتو، د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان د نجونو او هلکانو له وړتياوو جوړ ياد کړی او زياته کړې يې ده چې بايد په کوردننه ورته د روزلو فرصتونه برابر شي.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: « افغانستان استعداد لري. سمیع الله یو کوچنی ماشوم په ریاضياتو کې ځانګړې وړتیا لري. افغانستان ډېر استعداد لرونکي خلک لري. هلکان او نجونې، نارینه او ښځینه. خو استعداد باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر کړای شي.»

ځينې زده کوونکې نجونې هم د دوی پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د بندښت دوام له امله اندېښمنې دي او وايي، پر زده کړو يې د محدوديت له امله له نامالوم برخليک سره مخ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زده کړو اجازې په ورکولو سره دې يې برخليک روښانه کړي.

زده کوونکې طیبه رستاقي وايي:« هیله ده اوسني چارواکي د دې هېواد نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي؛ ترڅو د خپلو ورڼو ترڅنګ د هېواد په روښانه راتلونکي جوړولو کې ونډه واخلي.»

یوه بله زده کوونکې وايي: « څلور کاله وشول چې زموږ پر وړاندې د مکتبونو دروازې بندې دي او زموږ آینده نا مالومه ده. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې زموږ د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره پرانیزي.»

سرپرست حکومت په دې تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې ډېر ځله ویلي چې هڅې روانې دي، ترڅو د نجونو د تعلیم او تحصیل لپاره له شریعت سره سم مناسب شرایط برابر کړي.

د سیاسي چارو کارپوهانو په باور، که سرپرست حکومت غواړي د نړیوالو له نیوکو ځان خلاص کړي، نو د نجونو پر مخ دې د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «  که اسلامي امارت غواړي چې د نړیوالو نیوکو ته قاطع ځواب ورکړي، د نجونو د مکتبونو، پوهنتونونو او طبي زده کړو دروازې دې پرانیزي؛ ترڅو جنایت کار کسان او هېوادونه نیوکې ونه کړي. دا ته په خپله ځان سره دوښمني کوې که د نجونو د ښوونځيو دروازې همداسې بندې پاتې شي.» 

د یونیسف د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲.۲ میلیونه نجونې په افغانستان کې د دغو محدودیتونو له امله له زده ‌کړو بې ‌برخې شوې چې۴۰۰ زره یې یوازې په روان زېږیز کال پورې اړه لري.

یونیسف موده وړاندې خبرداری ورکړی و، که دا محدوديت تر۲۰۳۰ کال پورې دوام ولري، نو له زده کړو د محرومو کړای شویو نجونو شمېر به څه باندې ۴ میلیونو تنو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist