Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: هېڅ هېواد باید له ترهګرۍ د ځان پر ګټه کار وا نه خلي

خلیلزاد: هېڅ هېواد باید له ترهګرۍ د ځان پر ګټه کار وا نه خلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/29

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له یوې هندي رسنۍ سره په تازه مرکه کې د ترهګرۍ د ماهیت او له دې پدیدې د ځان پر ګټه د یو شمېر هېوادونو پر ګټه اخیستونکې پالیسۍ غږېدلی.

زلمي خلیلزاد ترهګري لویه ستونزه بللې او د هند له هغه دریځ یې ملاتړ کړې چې په کنايي ډول یې پر پاکستان نیوکه کړې وه چې له ترهګرۍ د ځان پر ګټه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

نوموړي د هندي چارواکو دغه دریځ نیونه مشروع بللې او پر دې یې ټینګار کړی چې هېڅ هېواد باید له ترهګرۍ د ځان پر ګټه او د نورو پر زیان کار وانخلي.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: « رښتیا دا ده چې ترهګري لویه ستونزه ده. موږ چې کله په افغانستان کې وو، له دې درکه مو سختۍ ګاللې او دغه راز په امریکا کې هم له ورته ستونزې سره مخ وو. موږ د هند له دې دریځ دفاع کوو چې ویلي يې دي، له ترهګرۍ باید د پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي او دا یو مشروع دریځ دی. د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد باید ترهګري د پالسیۍ د وسیلې په توګه ونه کاروي.»

خلیلزاد د مرکې په یوه برخه کې د خپلو تېرو څرګندونو خلاف چې ډېر کله یې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هېواد بللی، دا ځل یې دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني بللی.

خو بل پلو یې په غیر مستقیم ډول پاکستان له ترهګرۍ په ابزاري ګټه اخیستنې هم تورن کړی.

د ده په خبره، نړۍ باید یاد هېواد خپلې دې تېروتنې ته متوجه کړي او ترې د نه اووښتو په صورت له نړیوالو اصولو سره سم چلن وشي، منزوي شي او اړیکې ورسره پرې شي.

خلیلزاد د دې پوښتې په ځواب کې چې ولې د ایران او پاکستان په برخه کې ډبل سټنډرډ او دوه ګونی چلن کیږي، حال دا چې پاکستان هم اټومي هېواد دی او ترڅنګ یې دغه هېواد په سیمه‌ ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ د روزنکي په توګه پېژندل کېږي؟ 

خلیلزاد په دې اړه وايي: « دغه څه د پاکستان له قضیې سره هم اړخ لګوي. پاکستان هم د ترهګرۍ له درکه زیانمن شوی. زه اورم چې د هند بهرنیو چارو وزیر د مېرمن کلېنټن هغه خبره کوي چې ٬٬که تاسو په خپل کور کې ماران ساتئ او په دې اند یاست چې یوازې ستاسې ګاونډیان به چیچي؛ نو دا ستاسو تېروتنه ده؛ دا ماران به یوه ورځ تاسې هم وچیچي.،، له همدې کبله باور مې دا دی چې له ترهګرۍ د ګټې اخستنې لړۍ باید ودرېږي. امریکا د یوه زبرځواک په توګه باید له ځواکمن راپورته کېدونکي هند او ترڅنګ یې نورو هېوادونو سره هم ګډه کار وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هغو هېوادونو ته چې ترهګري د پالیسۍ غځولو په موخه کاروي؛ سزا ورکړل شي، منزوي شي او نړۍ ورسره اړیکې پرې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ته د ترهګرۍ د قرباني هېواد کلمې کارول ناسم او تېروتنه بولي او وايي، باید په دې برخه کې له احتیاطه کار واخیستل شي.

د دوی په باور، پاکستان نه یوازې دا چې د ترهګرۍ قرباني نه دی بلکې په خپله د ترهګرۍ د روزونکي او پالونکي په توګه پېژندل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « په همدې بنیاد د پاکستان پوځ جوړ شوی او د همدې لپاره  پاکستانیان شاوخوا ۷۵ کاله په کشمیر کې جنګېږي او دغه راز یې شاخوا ۵۰ کاله په افغانستان او نورو سیمو کې د بنیادګرايي تخم پاشلی.»

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « د پاکستان له خوا چې په افغانستان کې کوم ګامونه پورته کېږي، پخوا یې کړي او اوس یې هم کوي، دا د غرب یوه لویه ستراتیژي او پالیسي ده. د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې امریکا او د دوی متحدینو هغه مهال پاکستان ته ډېر زیات امتیازونه ورکړل چې کله روسانو پر افغانستان یرغل وکړ. پاکستان هر وخت داسې لوبه کړې چې وښيي په دې مسایلو کې دوی هم قرباني شوي.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې زلمي خلیلزاد له دې وړاندې هم پر پاکستان له دې کبله نیوکې کړې دي چې کواګي له امریکا یې د ترهګرۍ ځپلو په پلمه پراخې مالي مرستې ترلاسه کړي؛ خو برعکس یې په دې تړاو خپل ورګرځېدلي مسوولیتونه یې نه دي ادا کړي.

له دې وړاند د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعتراف کړی و چې هېواد يې په سيمه کې د امريکا د ګټو خونديتوب لپاره د ترهګرو ډلو له جوړولو وروسته، دغه ډلې روزولې او تجهيز کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist