Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: له ولسمشریزو ټاکنو دمخه د سولې هوکړه ممکنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/09

افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د مخه د سولې هوکړه ممکنه ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ويلي، تمه لري چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مخه به وکولای شي له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي.

خلیلزاد ویلي، تر اوسه د خبرو په لومړي پړاوونو کې دی او په وینا یې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته.

هغه ټینګار کړی چې طالبان او افغان حکومت باید یو له بل سره کېني او د خپل هېواد راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

خلیلزاد ویلي، داسې نښې شته چې ګنې طالبان به له افغان حکومت سره په یوه څو اړخیزه ناسته کې ونډه واخلي.

خو دایې نه دي ویلي، چې کله به دغه څو اړخیزه ناسته ترسره کېږي چې د نورو اړخونو ترڅنګ طالبانو او افغان حکومت هم سره وګوري.

له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو نه، بلکې د امن لپاره خبرې کوو.

 زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره خبرې ګټورې دي او په افغانستان کې د تلپاتې امن لپاره پياوړی ګام دی.

خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د سولې په اړه یې پر يو داسې نظام هوکړه کړې چې له مخې به یې د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د ملګرو هېوادونو په زیان نه کارول کېږي.

ټاکل شوې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ بله ناسته به د روانې عیسوۍ میاشتې پر ٢٥ مه ترسره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist