Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: له طالبانو سره خبرو کې مو پرمختګونه کړي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/27

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي، قطر کې له طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګونه شوي، خو لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې او د وروستۍ هوکړې لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي‌ او اوربند اعلان شي.

خلیلزاد ویلي، چې لا ځینې موضوعات پاتې دي‌ چې باید بحث پرې وشي.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو له قوله لیکلي و، چې دوحه کې هوکړه شوې چې امریکایي ‌ځواکونه به په اتلس میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

ارګ کې ځینو باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، له افغان حکومت سره له مشورې پرته د امریکا او طالب استازو ترمنځ هېڅ هوکړه نه کېږي.

د قطر ناستې په تړاو د طالبانو څرګندونې

قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې تیره ورځ مازدیګر مهال پای ته ورسېدې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، قطر کې یې په تیرو شپږ ورځو کې له امریکایي استازو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مهمو مسایلو بحث کړی چې پرمختګ هم شوی.

د مجاهد په خبره، د دوی او امریکا ترمنځ ځینې خبرې نه دي حل شوي چې راتلونکي کې به یې په اړه نورې ورته غونډې جوړې شي.

ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګنې طالبانو له امریکا سره په اوربند خبرې کړي او له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو راضي شوي.

طالبان وایي، په خبرو کې یې روښان دریځ دا و چې، تر څو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع نه وي حل شوې، په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري.

د امریکا خوشبیني 

امریکا په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې جدي ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په خپل ټوېټر لیکلي، امریکا هوډ لري چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په ځاله بدل نه شي.

پامپیو ویلي، د افغان حکومت او نورو دخیلو خواوو سره په ګډه کار کوي چې افغانستان کې سوله، د افغانانو حاکمیت او خپلواکي پیاوړې شي.

هغه همداراز د افغان سولې لپاره د خلیلزاد هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې، خلیلزاد د ښه پرمختګونو په تړاو راپور ورکړی دی.

بل پلو د پاکستان پوځ ادعا کړې، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې دوی برابرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ویلي، دوی خپل مسوولیت ادا کړ او اوس د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو هیله لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist