Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: د ډېورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې  د امنيتي پوستې جوړول د افغانستان حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه ډېورنډ فرضې کرښې ته څېرمه د امنيتي پوستو پرجوړولو بوخت وو، پاکستاني ځواکونو يې په غبرګون کې پرې ډزې کړې او ورپسې د جګړې له امله، پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

له شاوخوا درېيو اوونيو راهيسې پاکستان د تورخم لاره تړلې ساتلې او په دې لړ کې څو ځله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه ‌يي نښتې هم شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تورخم لارې تړل کېدو په غبرګون کې ویلي، اسلام‌ اباد غواړي د افغانستان سرپرست حکومت د امنيتي پوستو له جوړولو منع کړي، خو په خبره يې برعکس د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته يې د تاسيساتو په جوړولو سره کلک تدابېر نيولي.

خلیلزاد زیاته کړې:« پاکستان هڅه کوي په زور افغانستان د نوې امنیتي پوستې له جوړولو او د یوې موجوده پوستې له رغولو او قوي کولو منع کړي. پاکستان خپلې خوا ته امنیتي پوستې جوړې کړې دي؛ نو ولې افغانان باید خپل لوري ته امنیتي پوستې ونه لري؟»

له دې سره هم مهاله، د ریاست الوزرا اداري مرستیال په اسلام ‌اباد کې د افغانستان له شارژدافیر سره په کابل کې کتلي او پرته له دې چې د ستونزو د حل لارې چارې روښانه کړي، ويلي يې دي چې افغانستان او پاکستان د ګاونډیانو په توګه کولی شي خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لارښوونو سره سم هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه والی پیدا کړي. د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو، وروڼو او ګاونډیو هېوادونو په توګه د زیاتو فرهنګي، تاریخي، دیني او ټولنیزو مشترکاتو لرونکي دي او د دواړو لوریو مسوولین کولی شي له دغو ظرفیتونو په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي.»

له بلې خوا، د پوځي چارو شنونکي بيا پاکستان تورنوي چې ګواکي له یوې خوا کابل سره د ښو اړيکو پر لرلو ټينګار کوي، خو له بلې خوا  د تورخم لاره وخت ناوخت د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

دوی له دواړو خواوو غواړي چې خپلې ستونزې په خبرو حل کړي نه په تاوتريخوالي.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان هغه هېواد دی چې له پيدا کېدو راهیسې یې زموږ د هېواد پر وړاندې ناوړه بشري جنایتونه ترسره کړي او لا ادامه ورکوي او دوی تل د خپلو موخو لپاره پلمې لټوي. د دې لپاره باید افغانان اوس یو لاس او یوموټی شي، ترڅو دا ډول جنایت کار ګاونډی هېواد ونه شي کولی زموږ د هېواد پر ضد ناروا کړنې ترسره کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیرانګار وايي:« د دا ډول وضعیت دوام نه د افغانستان پر ګټه ده نه د پاکستان. دواړه لوري باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو، اقتصادي همکاریو او سیاسي تفاهم لوري ته لاړ شي.»

د تورخم لارې د تړلي پاتې کېدو په اړه دغه نظرونه داسې مهال دي چې ننګرهار کې د ځايي مسوولینو د مالوماتو له مخې، دا احتمال شته چې ياده لار د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شي.

 د دوی په خبره، د کرښې دواړو خواوو سوداګرو او قومي مشرانو د هڅو په پایله کې ښايي لاره خلاصه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist