Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان پارلمان د غړیو هغه اندېښنې راپورته کړې  دي چې د سټبلشمنټ د ستونزو هواري په موخه، له افغان لوري سره د ډېپلوماسۍ پرځای خصمانه او د زور پالیسۍ اختیار کړې چې له کبله یې رامنځته شوې منفي پایلې او ګواښونه د دې هېواد خلک زغمي.

هغه ویلي، دواړه هېوادونه ادعا لري چې د مقابل لوري خاوره یې پرضد کاررول کېږي او د پاکستان دفاع وزیر له افغانستان سره ډېپلوماسۍ او ډیالوګ ځکه ناکامه بللی چې په خبره یې اوسنی حکومت د اندېښنو حل ته تضمین نه وړاندې کوي.

زلمي خلیلزاد د پاکستان پارلمان له ډېپلوماسۍ پلوه غړیو غوښتي چې د یادو اندېښنو او د افغان لوري د ورکړل شوي ځواب په تړاو له خپل حکومته وضاحت وغواړي.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستان ملي اسمبله دا حق لري چې حکومت د افغانستان پر وړاندې د خصمانه پالیسۍ په تړاو ځواب ورکړي.

زلمي خلیلزاد ویلي: « د پاکستان د پارلمان هغه غړي چې ډېپلوماسي پلوه دي، باید افغانستان سره د ستونزو د حل په موخه ډېر څه ترسره کړي. هغوی باید له دې کبله پر حکومت فشار راوړي، ترڅو پر یوې هوکړې سلا شي چې هېڅ یو هېواد اجازه ونه لري خپله خاوره د بل هغه د امنیت خرابوالي لپاره وکاروي.»

د خلیلزاد په خبره، د خواجه اصف د دې ادعا په تړاو یې افغان چارواکي پوښتلي او هغوی ورته د ترهګرۍ په اړه د لیکلي تظمین د ورکړې، په دوه اړخیزو میکانیزمونو کې د ګډون او په مخامخ خبرو کې د درېیم ګړي له ګډون سره موافقه هم کړې.

چارواکو دا هم ورته ویلي چې د پاکستان پر وړاندې یې افغان وګړي له جنګېدو راګرځولي، د تېرحکومت پر مهال یې د ډیورند فرضي کرښې دې غاړې ته را اوښتي کسان یې بېرته لېږلي او د هغو عناصرو پر وړاندې یې کوټلي اقدامات کړي چې د نورو پرضد د افغان خاورې د نه کارېدنې پالیسي یې نقض کړې وه.

خو پاکستان دا هرڅه له پامه غورځولي او ډېپلوماسۍ ته یې شا کړې چې په پایله کې یې خبره بریدونو او د اړیکو بحران ته رسېدلې.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که د افغانستان حکومت پاکستان ته هر ډول تضمین او سند هم ورکړي، بیا هم څه نه کېږي؛ ځکه چې پاکستان یوه پروژه ده او دا پروژه لوېدیځو هېوادونو ورکړې او خپله هم اهداف لري، نو هېڅکله له لاسوهنو لاس نه اخلي. تر هغو چې د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو او خپله لوېدیځو هېوادونو سره خبره ونه کړي، دا ستونزه نه هوارېږي.»       

شنونکي دغه راز وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، اوسني حکومت یې څو ځله د خبرو له لارې د بېرته عادي کېدو هڅې وکړې او په قطر، ترکیې، عربي متحده امارتو او سعودي عربستان کې ورسره خبرو ته حاضر شوي، خو د افغان چارواکو په خبره مقابل لوري د نامطلوبه او غیرواقعي ادعاوو سره ټولې هڅې سبوتاژ کړې.

که څه هم د چین په کوربه توب په اورمچي کې د دواړو ترمنځ خبرې تېره اپرېل میاشت کې بیا ځل پیل شې، خو د پاکستان تېرو تجربو ته په پام داځل هم ورته تر ډېره زړه نه شي ښه کېدای.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانانو تل د پاکستان پر پوځ او حکومت غږ کړی چې پر خپلو پالیسیو غور وکړي او داسې پالیسي جوړه کړئ چې دواړو هېوادونو ته ګټه ولري، خو پاکستان او په ځانګړې توګه د هغوی پوځ بیا هم د افغانستان ضد دريځ خپل کړی. همدا اوس د پاکستان خلکو ته ګڼې اقتصادي او امنیتي ستونزې ورله غاړې دي او نور د زغم وړ نه دي.»       

دا داسې مهال ده چې د پاکستان مطرحو سیاسي احزابو او نامتو سیاستوالو هم له افغانستان سره د پاکستان پر تګلارو او سیاستونو توندې نیوکې کړې دي او د اختلافاتو حل لپاره یې د مذاکراتو وړاندیز کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو ترڅنګ سوداګریزې اړیکې هم له څو میاشتو راهیسیې په بشپړ ډول درېدلې دي چې دې کار هم پاکستان ته سلګونه میلیون ډالره زیان اړولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist