Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د مخکېني نظام سیاسي رهبران خپلې تېروتنې بیا تکراروي

خلیلزاد: د مخکېني نظام سیاسي رهبران خپلې تېروتنې بیا تکراروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

له انګریز ښکېلاکه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د نورو مسایلو ترڅنګ، د مخکېني جمهوري نظام سیاسي څېرې سختې ننګولې دي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه د اېکس په یوه پوسټ کې ویلي، هغه تېر پخواني سیاسیون او نخبه‌ څېرې چې د تېرو دوو لسیزو له فرصتونو یې سمه ګټه نه ده پورته کړې او دغه څه یې ضایع کړي؛ اوس غواړي تېرې تېروتنې بیاځلې تکرار کړي.

خلیلزاد  پرته له دې چې د هغوی تېرو او راتلونکو تېروتنو ته اشاره وکړي، پر دوی نیوکه کړې او وايي، دوی دغه څه د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي: « هغه افغان نخبه ‌ګان او رهبران چې د تېرو دوو لسیزو له فرصتونو په ګټنه کې پاتې راغلي وو، اوس د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي او تېرې ګټې بیا ترلاسه کړي.»

خلیلزاد زیاته کړې، سره له دې چې له تېرو دوو لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې امنیت او د بنسټیزو پروژو په برخه کې پرمختګ رامنځته شوی او په خبره یې له نشه ‌يي توکو سره مبارزه شوې، خو اوسنی حکومت له یو لړ جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه له زده کړو د نجونو راګرځول او په کور دننه اقتصادي ننګونې هغه سترې ستونزې یادې کړې دي چې دا مهال د افغانستان حکومت ورسره مخ دی.

نوموړي ویلي، افغانان دا مهال په خپلو لیدلورو کې بدلون ته اړتیا لري، ترڅو وکړای شي په دغو ستونزو او ننګونو برلاسې شي.

خلیلزاد په دې  اړه وايي: « په لیدلوري کې بدلون ته اړتیا ده، د فکر بدلون ته. آیا افغانان دا توان لري چې له دغو ننګونو سره مقابله وکړي؟ زه باور لرم چې لري یې او زه هیله او دعا کوم چې بریالي شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم په تېرو ۲۰ کلونو کې ستر او مهم فرصتونه هغه زرین چانسونه ګڼي چې تېرو سیاسیونو په ډېرې اسانۍ ضایع او له لاسه ورکړل.

دوی دامهال هم د پاکستان په کوربتوب په اسلام‌اباد کې د ځینو سیاسي څېرو راټولېدنه او د ناستو ترسره کېدل، د هغو ناکامو او ترخو تجربو بیا تکرار ګڼي چې نه یې پخوا پایله ورکړې او نه به په راتلونکي کې د هېواد په خیر لاسته راوړنې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « په تېرو ۲۰ کالو کې له دوی سره ډېر زرین چانسونه وو. د ۴۸ هېوادونو ملاتړ، د ملګرو ملتونو له خوا پر رسمیت پېژندل شوی حکومت او په لومړیو کالو کې د ملت پشتوانه ورسره وه، خو دوی په هغه لېول ونه لوبېدل چې د هېواد او ملت لپاره یې څه کړي وي.»   

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پخوانیو سیاستوالو یوه لویه تېروتنه دا وه چې ټوله اتکا یې په امریکا کړې وه او کله چې امریکا لاړه، دوی هم ختم شول. پخواني سیاسیون یوځل بیا هڅه کوي چې د پاکستان یا نورو هېوادونو ملاتړ خپل کړي او فکر کوي چې د بهرنیانو په ملاتړ کولی شي قدرت ته ورسېږي. خلیلزاد هم همدې ته اشاره کړې چې د خارجیانو په ملاتړ بیا قدرت ته رسېدل یو خوب دی.»             

دا هرڅه داسې مهال دي چې ټاکل شوې د روانې اګست میاشت پر ۲۵مه او ۲۶مه د مخکېني جمهوري نظام ځینې سیاسي څېرې د پاکستان په بلنه په اسلام‌اباد کې ناسته او د ګڼو موضوعاتو پر سر خبرې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist