Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د سولې خبرې په سم لوري روانې دي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/21

خلیلزاد پاکستان ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.

خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي، پاکستان کې یې ګټورې لیدنې درلودلې او د سولې خبرې په سم لوري روانې دي.

خلیلزاد ویلي، تمه لري چې د پاکستان روانې هڅې به سولې برخه کې د ګټورو پایلو لامل شي.

تر دې دمخه زلمی خلیلزاد ویلي، افغانستان کې د امریکا وروستۍ موخه سوله ده او جګړه د اړتیا له مخې کوي.

خلیلزاد ویلي چې د افغان سولې په پروسه کې به د افغانانو خپلواکي حاکمیت او د سیمه ییزو ګټو په ګډون قانوني ګټې هم په نظر کې ونیول شي.

خلیلزاد پاکستان ته تیره اونۍ تللی و او څو ورځې هلته پاتې شو چې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون یې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

له دې سره پاکستان، په افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو لپاره مهمه ګڼي.

دغه خبره د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د امریکا له ستر درستیز جوزف ووټل سره په لیدنه کې کړې.

قمر جاوید باجوه ویلي، د پاکستان اردو به په افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه ټولې هڅې په کار واچوي.

باجوه او ووټل د پاکستان په کراچۍ ښار کې لیدلي او د افغانستان سربېره یې د پاکستان او امریکا ترمنځ پر نظامي اړیکو او سیمه ییز امنیت خبرې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist