Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې لپاره بیا سفرونه پیل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/27

زلمي خلیلزاد د افغان سولې د نوو هڅو لپاره بیا اوو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به د افغان حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي.

زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د اپریل تر ۱۰ مې افغانستان، بریتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته لاړشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي او هغوی به د یوه پراخ مرکچي پلاوي جوړولو ته وهڅوي او له افغان مشرانو سره د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه سلا مشورې وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې خلیلزاد به لومړی کوم هیواد ته لاړ او په قطر کې به له طالبانو سره بل پړاو خبرې کله پیلوي.

له دې سره کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، طالبان او افغان حکومت به پر هغه مسایلو بحث وکړي چې یوازې افغانان پر هغو موضوعاتو پرېکړه کولی شي.

جان باس ویلي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي، له هغې وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

کابل کې د امریکا سفیر ویلي، تر هغې به افغانستان یوازې پرې نه ږدي څو سولې ته نه وي رسیدلی.

جان باس ویلي، غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي څو راتلونکي کې داسې نظام ولري چې ټول وګړي یې په امن او ثبات کې ژوند وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist