Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

افغانستان کې پر ملکیانو او ملکي تأسیساتو د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه که له یوې خوا د بشري حقونو ښکاره سرغړونې په توګه  په نړیواله کچه غندل شوي، ورسره هم مهاله دا اندېښنې هم مطرح شوې دي چې د پاکستان پوځي رژیم  ولې د ډېپلوماسۍ پر ځای د دې ډول تاوتریخوالو له لارې خپلې موخې تعقیبوي؟

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش تازه څرګندونو ته چې اسلام اباد او کابل یې د خبرو له لارې د اختلافونه حل ته رابللي وايي، د افغانستان له لوري د ډېپلوماسۍ له مکررو وړاندیزونو سربېره، د پاکستان پوځي رژیم پر تاوتریخوالي ټینګار کړی.

خلیلزاد زیاته کړې: « د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي  پای ته رسولو غوښتنه کړې او وايي چې دواړه هېوادونه باید د ډېپلوماسۍ پر بنسټ اختلافات حل کړي. افغانستان په مکرره توګه ډېپلوماسۍ ته ترجېح وکړې او په اړه یې څو طرحې هم وړاندې کړې دي، خو ایا د پاکستان حکومت به د ملګروملتونو سرمنشي ته غوږ ونیسي؟ هغه څه چې زه یې هیله لرم ، خو په اړه یې خوشبین نه یم.»

د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د پرله پسې تېریو  ډېری مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې او فرضي کرښې ته څېرمه د جګړې ډېری زیانمن شوي هم عام خلک دي.

 شنونکي د پاکستان پوځي رژیم له خوا د دې خپلسرو بریدونو په تړاو د نړیوالې ټولنې په دریځ او تګلارو نیوکې کوي. دوی وايي، نړیوال بشري سازمانونه  یوازې د مرګ ژوبلې شمېرې را ټولوي او د مخنیوي لپاره یې پالیسۍ تر سپارښتنو محدودې دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د پاکستان پر بریدونو د نړیوالو چوپتیا او یوازې د مرګ ژوبلې تاییدول، د افغانستان او پاکستان راتلونکي ته خطر پېښوي. نه باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته کړکېچ په داسې کچه پاتې شي چې نورو قومونو او ملتونو او په دې سیمه کې پرتو هېوادونو ته سرخوږی جوړ شي.»

د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان پوځي رژیم د لوېدیځ د اهدافو لپاره پر افغانستان کې د بې ثباتۍ هڅې پیل کړې دي. د دوی په خبره، دا رژیم  له لسیزو راهیسې د زبر ځواکو هېوادونو پروژيي جګړې تعقیبوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان کولی شي د خبرو له لارې ستونزې حل کړي، خو نه غواړي او د دې کار نیت نه لري. خلیلزاد د پاکستان په پروژو خبر دی او یوازې افغانانو ته خبر ورکوي چې داسې یوه ستونزه شته، ترڅو افغانان یا نړیوالو ته شکایت وکړي او یا هم بالمثل عمل، ترڅو هم پاکستان او هم نړۍ په خپلو پالیسیو کې بدلون ته مجبور شي.»

د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین په منځګړیتوب له پاکستان پوځي رژیم سره له درې تر څلور  ځلې رسمي مذاکرات کړي چې هر ځل یاد رژیم د نامعقولو پلمو پر بنسټ د خبرو له مېز تېښته کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist