Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: وېزې مو په ختمېدو دي خو له کابل هوايي ډګره نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي 

admin by admin
2021/09/19

افغانستان شااوخوا یوه میاشت کېږي،چې د اسلامي امارت له خوا رهبري کېږي،خو تر اوسه پورې له کابل نړیوال هوايي ډګره  نړیوالې الوتنې نه دي شوي او خلک ورته ورځې شماري.

په کابل کې د یوه سیاحتي شرکت کار کوونکي وایي، له تیرې یوې میاشتې راپدېخوا ورته هره ورځ لسګونه کسان بهرنیو هېوادونو ته د ټکټ اخېستلو لپاره ورځي، خو  د دوی جواب ورته منفي دی.

اماراتو ته تلونکی یو مسافر نجیب الله ځاځی وايي:«  وخت پوره دی او وېزې مو کنسل کېږي، کله  وېزې کنسل شي، نو د خلکو تکلیفونه بې ځایه کېږي،خارج کې خو دا مني،چې ستا یوه ورځ واوښته.یوه ورځ هم چې  ناوخته ورشې،وېزه دې کنسل ده او اجازه نه درکوي.»

دې سیاحتي شرکت ته د ټکټ اېستلو لپاره راغلي،کسان هم شکایت کوي چې بهرنیو هېوادونو کې یې کاروبار بې برخلیکه پاتې دی، ویزې یې د ختمېدو په حال کې دي او د هرې ورځې په تیرېدو سره ورته د زیان کچه لوړېږي.

 سیاحتي شرکت عمومي مدیر قریب الرحمن وايي:« مراجعین روزمره راځي،چې وېزې او پاسپورت هر څه قانوني ورسره شته دی. متاسفانه هوايي ډګر بند دی، الوتنې نه شته نو خلکو ته ستونزې ډېرې دي. موږ هم هره ورځ تاوانونه کوو،  د دفتر لګښت راباندې راځي، دا یوه،یوه نیمه میاشت کېږي.»

اسلامي امارت وایي،پر کابل هوایي ډګر د بیا رغونې چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به یاد هوایي ډګر د بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist