Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/12

په داسې حال کې چې د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د ازبېکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده ویلي، دا دواړه هېوادونه غواړي په خپلو کې اقتصادي اړیکې پراخه کړي.

ازبېکستان غواړي له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې، زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه دغه جمله لیکلې او د ازبېکستان له ولسمشر سره یې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي لیدنې انځور هم خپور کړی دی.

خلیلزاد زیاته کړې:« ازبېکستان غواړي چې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.»

د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللي افغان لوړ پوړي پلاوي کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د دولتي شرکتونو عمومي رییس هم شامل دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، ازبېکستان د پانګونې نړیوال څلورم کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې وه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « له دې سفر موخه د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو پرېکړو او ژمنو تعقیب دی. دا د سیمې پر کچه له سترو کنفرانسونو دی چې هر کال په یوه هېواد کې جوړېږي. د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو چارواکي د ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او وزیرانو پر کچه ګډون کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د سوداګرۍ په برخه کې د مرکزي آسیا ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبېکستان د افغانستان لپاره مهم دی او لازمه ده چې له دې هېواد سره اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې شي.

د دوی په خبره، اوس په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې افغانستان ته د نړۍ پام ور اوښتی او سیمه ییز او نړیوال سوداګر لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي:« د ازبېکستان په تاشکند کې د پانګونې څلورم نړیوال کنفرانس یو له مهمو کنفرانسونو دی. په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت د پلاوي او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ګډون ډېر مهم دی. دا ګډون هم له اقتصادي، هم سیاسي او هم امنیتي پلوه ګټور دی. په دې کې به انشاالله ښې لاسته راوړنې ولرو؛ ځکه چې اوس د نړیوالو فکر افغانستان ته راګرځېدلی او غواړي دلته پر لویو او کوچنیو پروژو پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « د تاشکند په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې د افغانستان ګډون ډېر مهم دی. دا به افغانستان ته فرصت ورکړي چې له هغو ټولو هېوادونو سره د تجارت، ټرانزیټ او نویو پروژو د تطبیق لپاره اړیکې جوړې کړي چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي. همدارنګه ترڅنګ یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان تولیداتو لپاره بازارونه ولټوي. له ازبېکستان سره د افغانستان اقتصادي اړیکې ډېر ارزښت لري. په دې وروستیو کالو کې له دې هېواد سره د تجارت او اقتصادي اړیکو کچه په کافي اندازه پراخه شوې او ورځ تر بلې لا پسې پراخېږي.»

په ورته مهال، د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند په څلورم نړیوال کنفرانس کې د وینا پرمهال له افغانستان سره پر تعامل ټینګار کړی او له اسلامي امارت سره یې د نړیوالې ټولنې رغند تعامل اړین بللی.

د تاشکند نړیوال کنفرانس له مهمو اقتصادي ناستو دی چې کال په کال دایریږي او د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازي د ولسمشرانو پر کچه په کې ګډون کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist