Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ختیځ کې دداعش ټغر په ټولېدو دی

admin by admin
2019/11/16

ملي دفاع وزارت وايي، ډېر ژر به ختیځ ولایتونه له داعش څخه پاک شي.

ننګرهار کې د داعش د فعالیت ساحه محدوده شوې، خو په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د تسلیمدو پروسه چټکه روانه ده او یواځې تېرو درې ورځو کې نږدې دوه سوه داعش وسله وال له کورنیو سره تسلیم شوي، خو له دې سره طالبانو ادعا کړې چې دا ډله یې محاصره کړې وه او افغان ځواکونو ژغورلي، هغه ادعا چې ملي دفاع وزارت یې ردوي.

دفاع وزارت وایي، د پوځ د عملیاتو له فشارونو سره تېره یوه اوونۍ کې سلګونه داعش له کورنیو سره تسلیم شوي چې د ملي امنیت ریاست کې ترې څېړنې روانې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان داسې وویل (( د طالبانو هغه  ادعاوې چې داعش جنګیالي د دوی د فشارونو له امله افغان ځواکونو ته تسلیم شوي بې اساسه دي.))

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې د پوځي فشار او عملیاتو وروسته په تېرو دوه اونیو کې د داعش ډلې شاوخواه شپږ سوه غړي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي او په ځینو سیمو کې اوس هم فعالیتونه کوي، چې پر وړاندې یې عملیاتونه دوام لري.

ملي دفاع وزارت تمه ښودلې چې ډېر ژر به ختیځ ولایتونه د داعش له حضور څخه پاک او د نورو ډلو پر وړاندې به خپل بریدونه او عملیات زیات کړي.

دفاع وزارت مني چې دا ډله په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې، خو د فعالیت ساحه یې محدوده شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist