Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالان اسلامي امارت ته؛ د رسنیو ملاتړ وکړئ

خبریالان اسلامي امارت ته؛ د رسنیو ملاتړ وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/10

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ مه د ا سلامي ‌امارت بیاځل واکمنېدو سره هېواد کې ګڼ شمېر رسنۍ چې سلګونه خبریالانو په کې دندې لرلې، د ځېنو محدیتونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې.

خبریالان وايي،  په کور دننه ټولې رسنۍ د هېواد او نظام د پالیسۍ په چوکاټ کې خپرونې کوي او هېڅ یوه رسنۍ او خبریال نه غواړې چې د خپل هېواد او نظام  خلاف عمل وکړي.

 دوی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د رسنیو فعالیت لپاره د اطلاع رسونې برخه کې شته ستونزې حل او د خبریالانو ملاتړ دې وکړي.

خبریال عصمت الله خاورین وايي: « که څه هم حکومتي چارواکي د رسنیو تړل کېدو ادعاوې ردوي، خو که چېرې دا خبر ریښتیا کېږي او رسنۍ تړل کېږي، زما په نظر دا یو ښه خبر نه دی. له دې سره به زرګونه ځوانان بېکاره شي او دغه راز به خلک له یو ډول ناخبرتیا سره مخامخ شي. همدارنګه له دې سره به فضا مشکوکه شي او څوک به نه پوهېږي چې ریښتیا څه دي او دروغ څه دي. له حکومت غواړو چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ وکړي؛ ترڅو رسنۍ هغه څه ته انعکاس ورکړي چې د ټولنې په خیر وي.»

ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین هم مني چې خوست کې  يي د ژمن او لونګ په نومونو راډیوګانو فعالیت یې درولی.

دوی زیاتوي، اسلامې امارت په بشپړ ډول د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه وايي: « دا په داسې وضعیت کې وو چې د اړوند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا دوی ته په مکرر ډول ویل شوي او غوښتل شوي وو، حتا د امربالمعروف وزارت مسوولینو هم ورته ویلي و، خو له دوی څبار بار تخطي تکرار شوه. بالاخره ریاست دا تصمیم ونیو چې دوی د یوه وخت لپاره محدود کړي ترڅو ټول عبرت واخلي.»

غفران زیاتوي، اوس مهال په ټول هېواد کې ۳۷۰ انځوریزې، غږیزې، او چاپې رسنۍ فعالیت کوي.

بله خوا، په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې لاس په لاس کېږي چې ګواکي د اسلامي امارت له خوا انځوریزې رسنۍ تړل کېږي چې دغې چارې هم بېلابېل غبرګونونه له ځان سره درلودل.

خو وړمه ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین ضیا الحق حقمل په بلخ ولایت کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل چې د انځوریزو رسنیو د تړلو په تړاو خپرې شوي ګنګوسي دروغ دي.

 حقمل زیاته کړې چې ټولې رسنۍ به خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د تړلو په تړاو يې خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.

د حقمل په خبره، د رسنیو قانون جوړ شوی او د اسلامې امارت رهبر ته استول شوی چې تر تصویب وروسته به خپور شي.

 حقمل وايي په دې اړه وايي،« د انځور او ویډیو خبره وشوه، ما پرون هم همکارانو ته وویل چې په دې برخه کې زموږ مشرتابه له علمي او شرعي پلوه ملاحظات لري. دا ملاحظات له دې وړاندې هم وو، خو دا چې رسنۍ اوس مهال یوه اړتیا ده او موږ د همدې اړتیا له مخې کار کوو، نو دا مهال داسې کوم حکم نه شته. په ځېنو رسنیو کې اورو او تبلیغات کېږي چې د رسنیو تړلو حکم شوی، داسې کوم څه نه شته بلکې یوازې علمي ملاحظات دي.»

تېرو درېیو کالو کې ډېری رسنۍ د اقتصادي او مالي ستونزو له امله وتړل شوې او له همدې امله په سلګونه مسلکي خبریالان او ژرونالیستان بې دندې شول.

 د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه د رسنیو له اقتصادي ستونزو سربېره، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان خبریالانو ناڅرګند برخلیک ته هم اندېښمن دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist